تاند- د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنې د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو نړیوال پلاوی چمتو دی چې په کندوز کې د دې ټولنې پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ په اړه په دې شرط تحقیقات وکړي چې د امریکا پوځ او د افغانستان حکومت ورسره موافقه وکړي.
په کندوز کې د سپین زر شرکت پخوانی روغتون، چې د بې پولې ډاکترانو ټولنې بیا رغولی و، د روان اکتوبر په درېمه د امریکا د یوې الوتکې له لوري په دې شک بمباري شو چې طالبانو پکې پناه اخیستې ده خو په بمبارۍ کې د دغه روغتون د ۱۲ کارکوونکو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول. البته دا د وژل شویو کسانو رسمي شمېر دی. ویل کېږي چې یو شمېر نور یومخ تري تم شوي او ممکن په اور کې په ایرو بدل شوي وي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د دې پېښې په اړه د درېمګړو یا بې پرې نړیوال حقیقت موندونکي پلاوي له لوري د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د چهارشنبې په ورځ د بې پولې ډاکترانو ټولنې ريیس ډاکتر (Joanne Liu) په یوه خبرپاڼه کې وویل:«موږ ته د بخښنې او خواخوږۍ پیغامونه رارسېدلي، خو دا کافي نه دي. موږ لا هم نه پوهېږو او توضیح نه ده راکړای شوې چې ولي پر یوه مشهور روغتون چې له ناروغانو او طبي پرسونل ډک و، تر یوه ساعت د ډېر وخت لپاره پر له پسې بمباري وشوه. موږ غواړو چې په دې وپوهېږو چې دا کار ولي وشو؟»
د امریکا ولسمشر او پوځ د دې پېښې په اړه بخښنه غوښتې خو د بمبارۍ د علت په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې دا بمباري قصدي بللې او هغه یې جنګي جنایت ګڼلی دی.
دې ټولنې همداراز ویلي چې د دې پېښې په اړه د ناټو، امریکا او افغان حکومت پر تحقیقاتو تکیه او بارو نه شي کولی.
په همدې حال کې د سویس د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې بې پرې نړیوال پلاوی حاضر او فعالیت ته چمتو شوی دی.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته په یوه استولي برېښالیک کې ویلي:«دغه کمیسیون مخکې لا د امریکا او افغانستان حکومتونو ته د خدماتو د وړاندې کولو وړاندیز کړی دی، خو هر راز تحقیقاتو ته د دواړو هیوادونو موافقه پکار ده.»
د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) د دې پېښې په اړه ځان ته څېړنې کوي او د افغانستان حکومت هم یو کمیسیون ګومارلی دی.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان امریکايي جنرال جوزیف کېمبل د امریکا د کانګریس غړیو ته ویلي چې دا برید سهواً شوی دی.