د بدلون اوونیزې  لېډينګ سټوري

د اکتوبر پر لسمه د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د خپل ټويټر پر پاڼه وليکل چې د کندهار په ښورابک ولسوالي کې د افغان امنيتي او نړيوالو ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې تر سل زيات طالب جګړه مار وژل شوي او پېنځوس يې ژوبل دي. په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې دا په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو تر ټولو ستر عمليات وه چې تر ۲۰۰ زيات افغان او امريکايي سرتېرو برخه پکې اخېستې وه. خبرپاڼه وايي چې په دغو عملياتو کې

په پراخه اندازه د طالبانو اسلحې، استخباراتي اسناد، کمپيوټرونه، او نور

د اړتيا توکي د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د اکتوبر پر ۱۲مه د غزني مرستيال والي محمد علي محمدي رسنيو ته وويل چې د غزني په بېلابېلو ولسواليو او کليو کې افغان امنيتي ځواکونو شاوخوا ۷۰ تنه طالبان وژلي او ۴۰ يې ژوبل کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۳مه طالبانو پخپله ومنله چې نور له کندزه وتلي دي. د کندز امنيه قومندان جنرال محمد قاسم رسنيو ته وويل چې کندز په بشپړه توګه د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې دی. او ژوند بيرته عادي حالت ته ګرځېدلی، دوکانونه او مارکېټونه بيرته خلاص شوي، برېښنا فعاله شوې او لارې کوڅې د ټرافيکو پر مخ خلاصې شوې دي. دا هغه خبرونه دي چې په افغاني رسنيو او فېسبوکونو کې چندان پام نه دی ورته شوی او شايد ډېر خلګ هېڅ په خبر نه وي. خو بل پلو د جنګ، وېرې، وحشت او ناهيلی خبرونه هره شېبه په غوږونو او ذهنونو کې ازانګې کوي. له بلې خوا د فېسبوک فعالان! هم ۲۴ ساعته جنګي او مايوسوونکو درواغجنو خبرونو ته په بيا خپراوي او انعکاس ورکولو لګيا وي. او په دې توګه د ترهګرو نا تکميله کار ته تکميل بخښي. هره خوا د سقوط-سقوط نارې وهل کېږي او د ولس په زړه کې د وير او وېرې اوخۍ ور اچول کېږي. هره شېبه مړينه، هره ورځ چاودنه، هره ورځ د يوې نوې وسلوالې ترهګرې ډلې د رامنځه کېدو خبر…

د همدغو خبرونو اورېده دي چې پانګوال زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې سرمايه ګزاري وکړي، د همدغو خبرونو اورېده دي چې پلار زړه نه ښه کوي چې خپله ښځينه اولادونه ښوونځي او پوهنتون ته ولېږي.

شايد د همدغو خبرونو اورېده وي چې سلګونه افغان ځوانان يې دې ته اړ ايستلي دي چې د خپلې خوږې مور او ګران پلار څنګ پرېږدي او د اسټراليا د سفر موزې په پښو کړي. ځوانان يوازې او يوازې د خپل سر او ناموس د امان په خاطر خپل شرين خپلوان، کور او کلی پرېږي او دې ته حاضرېږي چې په اروپا کې تشنابونه پاک کړي. کنې نو «څوک په رضا له ملکه نه ځي…»

د کندز د جنګ د پيل او پای نېټه شايد هر سړي ته مالومه وي خو د سلمی بند په پرانيستنه او د سلمی بند په ولسي او ملي ګټو شايد هېڅوک خبر هم نه وي.

په کندز کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو د جنګ په ترڅ کې د اوښتو ملکي تلفاتو ارقام شايد هر چا ته مالوم وي خو دوښمن ته له اوښتي زيانه هېڅوک نه دی خبر کړل شوي.

زياتره رسنۍ ولس ته د سيکې يو اړخ را ښکاره کوي چې طالبان تر بل هر وخت زيات په زور کې شوي دي خو د سيکې بل اړخ ته د ولس پام نه ور اړوي چې طالبان تر بل هر وخت زيات ځپل شوي هم دي.

بدلون اوونيزه/ لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *