د هیلري کلینټن ژوند لیک

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن، چې هیله لري د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې به کاندیده شي، د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام او له ۲۰۱۷ وروسته د ۵۵۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې ملاتړ کوي.

مېرمن کلنټن له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې د اوباما پرېکړې د یوه لیډر بېلګه وبللې.

اوباما مخکې پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان وباسي خو د طالبانو د حملو تشدید او د امریکايی قومندانانو اصرار چې د دوی له مرستې پرته افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد دفاع نه شي کولی، سبب شو چې اوباما د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د اوږد جنګ د پای ته رسوونکي ویاړ ترلاسه نه کړي.

مېرمن کلنټن، چې د اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو وزیره وه، وویل، د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې خپل پوځیان خپل هیواد ته راولي او «موږ نه غواړو چې په مځکنۍ جګړه کې ښکېل واوسو. موږ غواړو چې زموږ پوځیان د دوی (افغانانو) ملاتړ وکړي او افغان ځواکونه وروزي.»

دې همداراز وویل:«زه اټکل نه شم کولی چې د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې به هلته حالات څرنګه وي. خو د ولسمشر اوباما د پرېکړې ملاتړ کوم.»

په امریکا کې عمومي نظر دا دی چې که د مېرمن کلنټن په وړاندې، چې د دیموکرات ګوند غړې ده، جمهوریتپالان په انتخاباتو کې بریالي شي، له افغانستانه به نه یوازې هیڅ سرتېری ونه باسي بلکې ممکن شمېر یې تر اوسنۍ اندازې ډېر هم کړي.

جمهوري غوښتونکی ګوند د افغانستان د ماموریت کلکه دفاع کوي او ولسمشر اوباما په دې غندي چې له افغانستانه یې د دوی په وینا بې وخته سرتېري وایستل.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *