د دغه ټولنې مسؤلينو د يو رسنيز کنفرانس له لارې له ولسمشر وغوښتل چې د عصمت الله دولتزي پر ټاکلو دې غور وکړي.
دوی عصمت الله دولتزی پر بې کفايتۍ تورنوي او له ولسمشر غواړي چې د هلمند په امنيتي او ملکي ادارو کې دې د رهبرۍ په ټاکلو کې له دقت څخه کار واخلي.
وروسته له هغه چې تورن جنرال عصمت الله دولتزی د ولسمشر د يو فرمان له مخې د پوليسو د ۵۰۵ جنوبي زون د قوماندان په توګه وټاکل شو، د هلمند مدني فعالانو يې په اړه غبرګون او اندېښنه وښوده.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د يو رسنيز کنفرانس له لارې د ۵۰۵ جنوبي زون د قوماندان په توګه د تورن جنرال عصمت الله دولتزي ټاکل د ولسمشر ناسمه پرېکړه وبلله.
همدرد نوموړی قومندان پر بې کفيايتۍ تورنوي او اندېښنه ښيي چې په اوسنيو حالاتو کې به د دولتزي ټاکل جنوبي زون له ګڼو امنيتي ګواښونو سره مخ کړي.
سردار محمد همدرد وويل، هلمند کې موجوده امنيتي او ملکي ادارو کې هم ځينې داسې مسؤلينو شته چې د ناسم مديريت له امله يې هلمند کې په امنيتي او نورو برخو کې له ستونزو مخ دي.
د هلمند مدني ټولنې غړي د دولتزي پر ټاکلو اندېښنه ښيي او نوموړی پر بې کفايتۍ او له خپلې دندې پر ناسمې ګټې اخيستنې تورنوي.
د هلمند مدني فعالان وايي، که ولسمشر هلمند کې پخواني تجربه شوي مسؤلين بېرته پر دندو وګماري نو ښايي هلمند په امنيتي برخه کې له ګڼو ګواښونو سره مخ شي.