تاند- راپورونه وايي چې د امریکا د پوځ یو زغرګاډی په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې روغتون ته ننوتی او په هغه کې ټول شواهد یې له منځه وړي دي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې بمباري شوي روغتون ته د امریکايي ټانک ننوتل نامناسب عمل بللی دی. ویل شوي چې په دغه زغرګاډي کې د افغان، ناټو او امریکايي پلاوي غړي سپاره ول. دوی د تحقیقاتو لپاره روغتون کوت.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ناټو، امریکا او افغان حکومت ګډ تحقیقاتي پلاوی په یوه لوی پوځي ګاډي کې روغتون ته ننوت.

 د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي:«روغتون ته د دوی نا اعلان شوی او په زوره ننوتلو ودانۍ زیانمنه کړه، موجود شواهد یې له منځه یووړل او د بې پولې ډاکترانو د غړیو په منځ کې یې وېره او ترهه خپره کړه.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ناټو ویندوی وویل چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د بې پولې ډاکترانو د ټولنې رييس (Meinie Nicolai) د روسیې تلویزیون ته په کندوز کې پر روغتون د بمبارۍ په اړه وویل:«دا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده، نو موږ غواړو چې حقیقت معلوم شي او په دې پوی شو چې ولي دا کار شوی دی.»

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *