په پنجه یې د بیشقاب له ژۍ ډوډۍ ورکش کړه، سر یې کوږ کړ او مخې ته ناستې نجلۍ ته یې وکتل. هغې ورته وویل:
– اوس د پخوا غوندې نه ګورې
سړي ډوډۍ وژوله. نجلۍ ورته وویل:
– پخوا به دې له زړه زما صفت کاوه
سړي دستمال پر خپلو بریتونو تیر کړ. د نجلۍ له لاسه چاړه ولویده. نجلۍ ورته وویل:
– مخکې مې په یاد دي چې دلته سره ناست و ډوډۍ به خوند کاوه اوس…
– اوس هم خوند کوي خو که ګیلې ونه کړو
– ګیله اول تا وکړه چې ویل دې ناوخته راغلې.
سړي پنجه د بیشقاب چپ لور ته کیښوده او پیسې یې پرې کړې. نجلۍ دستکول پر اوږده کړ او دواړه له رستورانته ووتل.
بهر شمال وو. نجلۍ لاسونه ومروړل. سړی یوه رالویدلې پاڼه راپورته کړه. په ګوتو کې یې واړوله راواړوله، بیا یې زیړه پاڼه بوي کړه.
نجلۍ د سړي له لاسه پاڼه کش کړه. سړي ورته وویل:
– ټوکر ټوکر شوه
– ولې خبرې نه کوې تر دې خو هغه رستورانت هم ښه و خبرې خو مو کولې
سړي د پاڼې ډکی له مځکې وویشت:
– تر هغه وخت خو دغه اوس ښه دی بحث خو نه کوو
– په جنوري کې چې موږ سره اول ځل ولیدل څه ښه وخت و راځه د جنوري په اوله شنبه به په رستورانت کې په همهغه اتمه او نهمه چوکیو کښینو ورو ورو به له یوه بل سره خبرې کوو لکه د پیژندلو اوله ورځ چې وي.
سړي سر وخوځاوه.
نجلۍ په خندا شوه. سړي سر ښکته واچاوه او دواړه په تشه کوڅه کې ژر ژر روان شول.
پای