د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د والیبال د ۱۴ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې،چې په ترڅ کې رشیدانو لوبډلې بېلابېلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ چې د چک ولسوالۍ مقام له لورې برابرې شوې،په کې د دغه ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو څخه ۱۴ د والیبال لوبډلو ګډون کړی وو،چې په پای لوبه کې رشیدانو لوبډلې انستیتوت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړ.

په دغه لوبو کې انستیتوت دویم او بمبایي لوبډلې دریم مقام خپل کړ.

د دغه سیالیو په پای کې د ولسوالۍ مقام له لورې برابرې شوې ډالۍ او مډالونه د مسؤلینو له لورې لوبډلو ته ورکړل شول.

د چک ولسوالۍ ځوانانو د دغه سیالیو په پای کې غوښتنه وکړه،چې هره میاشت دې په دغه ولسوالۍ کې ورته د بېلابېلو لوبو سیالۍ برابرې شي،ترڅو دوی وکولای شي،د نورو چارو ترڅنګ لوبو ته هم ادامه ورکړي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *