تاند- د افغانستان لومړنی منتخب ولسمشر حامد کرزی وايي چې د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام یوازې د هیواد حالات خرابوي.
حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو په باب د ولسمشر اوباما د اعلان په غبرګون کې وویل:«افغانانو ۱۴ کاله پخوا د بهرنیو ځواکونو له حضور سره په دې هیله موافقه وکړه چې ترهګر به له منځه یوسي او په افغانستان کې به سوله او ثبات راولي.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي:«د تروریزم پر ضد د جګړې په نوم د بهرنیو ځواکونو جضور نه یوازې ترهګري له منځه یونه وړه بلکې د حضور په موده کې یې ترهګري لا زیاته او پیاوړې شوه.»
کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکېدو ته په اشارې ویلي:«له بده مرغه د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه یوازې بې ثباتي کمه نه کړه بلکې د جګړې ساحه یې پراخه کړه چې د افغانانو د هیلو خلاف ده.
کرزي دا هم ویلي چې افغانان به هغه مهال د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د هغوی حضور د افغانستان د ثبات، سولې، ملي حاکمیت او ملي یووالي سبب شي.
سلامونه او نيكى هيلى مي ومنى زه ده جلالتمآب كرزي سره موافق يم
د بهر نیا نو حضور د ۵۵۰۰ تنو نظا میا نو په شمیر کې هیڅکله د افغا نستان له امنیت نه دا چې مر سته نشي کولا ی یوازې د جګړې د اوږدیدو او مخا لیفینو ته د جنګ او ورور وژنې ددوام جواز ور کوي بله هیڅ ګټه موږ ته نشي ر سولاي، د جلا لتمآب کرزي صا حب خبره بلکل دقیقه ده .
د کرزی خبری ډیری پرځای دی.
Ok
hamdase da