تاند- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو د یوبل دیپلوماتانو ته د وېزو پر صادرېدو هم اغېز کړی دی.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان پاکستاني دیپلوماتانو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده.
ورځپاڼه وايي، یوې رسمي سرچینو ورته وویل چې پاکستان کمال حسین په کابل کې د خپل سفارت د سوداګري اتشې مرستیال ټاکلی خو تراوسه وېزه نه ده ورکړای شوې.
د ورځپاڼې په وینا دا پوسټ د اګست له میاشتې راهیسي خالي دی.
دې سرچینې همداراز ویلي چې نهه نور پاکستانیان هم له میاشتو – میاشتو راهیسي د افغانستان وېزې ته انتظار باسي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې باب د پاکستان رسمي پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی خو په افغانستان کې هم سرچینې وايي چې پاکستان له افغان لوري سره ورته چلند کوي او ښايي دا یې عکس العمل وي.
د پېښور په کونسلګرۍ کې د تعلیمي برخې یوه افغان مامور خان محمد منګل وویل چې افغان مامورین او دیپلوماتان د پاکستان وېزو ته زیات انتظار پاتې کېږي او حتي په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د مهاجرو د اتشې مرستیال حبیب الرحمان شمس له یو کال ډېر وخت کېږي چې د پاکستان وېزې ته انتظار دی، پاکستان یې وېزه نه ورتمدیدوي.
خو یوه پاکستاني چارواکي، چې ایکسپریس تریبیون یې نوم نه دی اخیستی، بیا ویلي چې پاکستان افغان مامورینو ته په یوه اوونۍ کې دننه وېزه صادروي.
دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې په کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشریف او هرات کې د پاکستان کونسلګرۍ د ورځې دوه نیم زره عامو افغانانو ته وېزې ورکوي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته خنډونه پېښوي چې په نتیجه کې یې د دوو هیوادونو پر سوداګري راکړې ورکړې بد اغېز شوی دی.
د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته له لنډې مودې لپاره ښې شوې، اوس یو وار بیا مخ په خرابېدو دي.
د ملي وحدت حکومت بهانه جوړه ده او خپلې ټولې ناکامۍ په تېر حکومت ورتپي. ښه دې چې پدې هېواد کې خو کرزی شته چې لنګرګوټيان او د لنګرګوټیانو پاللي شرمښان پرې خپل ناپاک لاسونه پاک کړي، کچرې دا نه وای دوي به خدای خبر چې څه کول؟
افغان ملته! له ّاکستان سره د روابطو پریکوونه د پاکستان دستونی پریکوونه او دافغان ولسدفلاح یوازینۍ وسیله!
ما دی خدای بی کفنه ښخ کړی خو د پاکتان په رخت کی نه! !