تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له زیمبابوې څخه دوهمه یو ورځینۍ نړیواله مسابقه په لوی توپیر وګټله.
افغانستان زیمبابوې ته ۲۷۲ منډې هدف ټاکلی و خو د زیمیابوې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶ اور او ۴ توپ وسوځېدل.
په دې ډول دا مسابقه افغان لوبغاړو په ۵۸ منډو وګټله.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد نبي وکړې. ده په ۱۵۵ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې. د محمد دې سلیزې په حقیقت کې د زیمبابوې د لوبغاړو ملا ماته کړه.
لومړني لوبغاړي یا اوپینر نور علي ځدراڼ خورا ښه لوبه پیل کړه. ده په ۱۲۵ توپونو ۶۰ منډې وکړې. کیپتان اصغر ستانکزي په ۵۵ توپونو ۳۹ منډې او سمیع الله شینواري په ۲۶ توپونو ۲۰ منډې وکړې.
د بالینګ په برخه کې هر یوه افتاب عالم، دولت ځدراڼ، او سمیع الله شینواري دوه – دوه زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول
درې نور محمد نبي، امیر حمزه او راشید خان وسوځول.
د نوي لوبغاړي راشید خان بالینګ یا توپ اچونه له دې نظره د پام وړ وه چې په ۱۰ اوورونو کې یې سیال ټیم ته یوازې ۳۰ منډې ورکړې.
افتاب عالم، چې دوه لوبغاړي یې وسوځول، په ۸ اوورونو او ۴ توپونو ۴۸ منډې، دولت ځدراڼ هم دوه لوبغاړي وسوځول خو په ۸ اوورونو کې یې ۲۵ منډې، محمد نبي د یوه لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ په ۷ اوورونو کې ۳۹ منډې، امیر حمزه د یوه لوبغاړي د سوځولو په ترڅ کې په ۹ اوورونو کې ۴۵ منډې او سمیع الله شینواري د ۲ لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ په ۴ اوورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.
د افغانستان ټیم په زیمبابوې کې دی چې د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره ۵ پنځوس اوره او ۲ شل اوره مسابقې وکړي.
د جمعې په ورځ لومړۍ پنځه اوریزه مسابقه زیمبابوې په ۸ ویکټونو وګټله.