تاند- د استرالیا صدراعظم د دغه هیواد د دولتي چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ نن اروزګان ته لاړ او له خپلو پوځیانو او د اروزګان له والي سره یې وګتل.
د اروزګان ولایت له مطبوعاتي خبرپاڼې سره سم له صدراعظم کیون راډ سره په دې سفر کې د دغه هیواد د دفاع وزارت استازی، د ملي امنیت سلاکاره او په افغانستان کې د استرالیا سفیر ملګري دي.
د اروزګان والي امیر محمد اخوندزاده د استرالیا له صدراعظم سره په کتنه کې له افغانستان، په تېره بیا اروزګان ولایت سره د استرالیا د مرستو مننه وکړه.
د اروزګان والي له استرالیايي صدراعظمه وغوښتل چې د اروزګان د لویې لارو په جوړولو کې مرسته وکړي. د ده په وینا د لارو خرابوالی د اروزګان د خلکو جدي ستونزه ده.
د اروزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د استرالیا صدراعظم په اروزګان کې پر پرمختیايي چارو خوښي ښکاره کړه او له افغانستان، په تېره بیا اروزګان ولایت سره یې د خپل هیواد د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
کیون راډ هغه مهال چې د استرالیا هیواد د بهرنیو چارو وزیر و څو ځله اروزګان
ولایت ته سفر کړی و خو له کله چې نوموړی د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دا یې لومړنی سفر دی چې اروزګان ولایت ته یې کوي.
په اروزګان ولایت کې د P,R,T یا د بیارغونې ټیم مسوولیت هم استرالیا هیواد پرغاړه لري چې تردې مهاله یې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي او ګڼې پروژې یې پلې کړي دي.
په اروزګان کې د استرالیا ترڅنګ تر ډېرې مودې پوري هالنډ هم پوځیان لرل خو په دغه ولایت کې د استرالیا او هالند د بیارغونې چندان کارونه نه دي کړي.
آسترالیا په افغانستان کي شاوخوا ۱۶۰۰ عسکرو لری او زیات شمير یي به ارزګان ولایت کی دیره دي.
آسترالیا په افغانستان کي شاوخوا ۱۶۰۰ عسکرو لری او زیات شمير یي به ارزګان ولایت کی دیره دي.