افغانستان- لغمان
ولايت مقام-مطبوعاتي دفتر
نيټه:٢٦-٧-١٣٩٤
دغه ټکى لغمان والي عبدالجبارنعيمي د ٢٠١سيلاب قول اردو له قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري سره د ځانګړې ليدنې پرمهال څرګند کړ، په دغه ليدنه کې د زون په کچه د روانو امنيتي عملياتو،امنيتي پلانونو،دلغمان ولايت د امنيتي حالت او په ځانګړې توګه د کابل او ننګرهار لويې لارې د امنيت د تامين په اړه هراړخيزه خبرې وشوې.
د ليدنې په پيل کې تورن جنرال محمد زمان وزيري لغمان والي ته د زون د ټولو ولايتونو د عمومي امنيتي حالت په اړه معلومات وړاندې کړل،نوموړي وويل چې په ډير قوت سره يې دښمن کمزورى کړى او په ډيرو سيمو کې يې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده ، وزيري دا هم وويل چې اوس مهال ورسره د ولسونو همکاري پراخه شوې ده.
د قول اردو قوماندان په لغمان ولايت کې د ولايتي ادارې اغيزمنې روانې کړنې د امنيت د تامين او پر حکومت د ولسونو د باور په زياتوالي کې خورا مهمې يادې کړې او د لغمان ولايتي ادارې دغه ډول تګلارې يې ګټورې وبللې.
د ٢٠١سيلاب قول اردو قوماندان د امنيت په تامين کې د ولسونو پر ټينګې او پراخه همکارۍ ټينګار وکړ او خبر يې هم ورکړ چې د دښمن د وحشي بريدونو او ترورويستي کړنو په ليدو سره د ولسونو همکاري له امنيتي ځواکونو سره زياته شوې او په يو شمير سيمو کې پر همدې اساس د دښمن جرړې ايستل شوې دي.
وزيري د لغمان ولايت مشرتابه ته ددغه ولايت د امنيت په تامين او په خپل وخت سيمو ته د ملي اردو د ځواکونو د رسيدلو په برخه کې د هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
لغمان والي عبدالجبارنعيمي د سيلاب قول اردو د ملي او مقدس خدمت ستاينه وکړه او دامنيتي ځواکونو قربانۍ او اتلولۍ يې تاريخي او نه هيريدونکې وبللې، نوموړي وويل چې د لغمان ولايت ولسونه په اسلامي او ملي مسووليت سره د خپلو ميړنيو ځواکونو ملاتړ کوي او پر همدې اساس يې د خاورې او ولس د وحشي دښمن پرضد مبارزه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري زياته کړې ده.
لغمان والي ټول هغه کسان د اسلام او بشريت دښمنان ياد کړل چې د نورو په اشاره د افغانستان د خلکو او نظام پرضد جګړه کوي.
لغمان والي د کابل-ننګرهار لويه لاره د هېواد په کچه يوه ستره ترانزيټي،تجارتي،اقتصادي او ترانسپورتي لاره ياده کړه د خپلو خبرو پرمهال يې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو غوښتنه وکړه چې ددغه لارې د امنيت د ساتنې لپاره ځانګړې تدابير اتخاذ کړي.
په دغه ليدنه کې د هوايي ځواکونو د عاجلې مرستې،تشکيلاتي ستونزو د هواري، د اکمالاتو او تجهيزاتو په اړه هم خبرې وشوې پريکړه وشوه چې يو شميرستونزې به په ګډه له مرکزي حکومت سره شريکې کړي.