تاند- د بخښنې نړیوالې موسسې یا ایمنسټي انترنشنل د بلغاریا د سرحدي پولیسو له لوري د یوه افغان پناه غوښتونکي له وژل کېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې بلغاریا باید د دغه افغان د وژل کېدو په اړه بې پرې او خپلواک تحقیقات تضمین کړي.

دغه افغان پناه غوښتونکی د پنجشنبې په ورځ د بلغاریا (Sredets) ښارګي ته نژدې د سرحدي پولیسو له لوري هغه مهال وویشتل شو چې له ۵۴ تنو نورو سره یې هڅه کوله د بلغاریا خاورې ته په غیرقانوني ډول واوړي.

بلغاري رسنۍ د خپلو امنیتي چارواکو په قول وايي چې وروسته له دې چې پناه غوښتونکو د بلغاریا خاورې ته له اوښتو ډډه ونه کړه، ، یوه پوله ساتي د خبرداري لپاره هوايي ډز وکړ، مرمۍ د پله پر کټاره ولګېده او له هغه ځایه د پناه غوښتونکي لور ته کږه شوه او پر غاړه یې ولګېده.

خو د بخښنې نړیواله اداره د بلغاریا له کورنیو چارو وزارته غواړي چې د دې پېښې په اړه علني او مستقل تحقیق وکړي.

بلغاري چارواکو په وینا وژل شوی افغان بسم الله نومېږي. دوی وايي چې د دغه افغان ملګرو ورته ویلي چې هغه بسم الله ن��مېده.

بسم الله له یو شمېر نورو افغانانو سره غوښتل چې له ترکیې بلغاریا او له هغه ځایه لوېدیځې اروپا ته پناه یوسي.

د بلغاریا ملي تلویزیون /یکشنبه/ وویل چې د بسم الله د سفر ملګرو پولیسو ته په تحقیقاتو کې ویلي چې دوی غوښتل چې جرمني یا سویس ته لاړ شي.

دغو افغانانو په خپلو موبایلونو کې ثبت شوي مواد له ځان سره لرل چې په هغه کې دا ثابتوي چې دوی اقتصادي مهاجر نه دي بلکې د ناامنۍ او امنیتي ګواښ له کبله اروپا ته پناه وړي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *