دا د هغه لکچر سرلیک دی چې تېره اونۍ په روشنګرۍ کې د حقوقپوه استاد عبدالباقي خوګیاڼي له خوا وړاندې شو.

امریکا تر اوسه په ټوله نړۍ کې په جغرافیایي، اقتصادي او نظامي لحاظ یو بې ساري هیواد دی. دا چې د امریکا اقتصاد اوس د پرمختګ او که شا تګ پر خوا روان دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې په دې راپور کې به یې د جوابولو هڅه وشي.

استاد عبدالباقي خوګیاڼی وویل چې د امریکا اقتصاد پر سرمایه دارې نظام ولاړ دی او د سرمایه دارۍ نظام بنسټ بیا پر قرضو بنا دی.

لاندې علتو د امریکا په اقتصادي غوړېدا کې مهم رول لوبولی دی:

الف- امریکا په ۱۴۹۲م کال کې د کرسټيف کولمب له خوا کشف شوه نو امریکا ته ټول هغه مفکر مغزونه، چې په نورو هیوادونو کې له بېلا- بېلو فشارونو لاندې ول، راغلل او د امریکا حکومت هم له همدې ظرفیتونو څخه په مختلفو برخو کې استفاده وکړه.

ب- په دواړو نړیوالو جګړو کې د امریکي هیواد په دننه کې جنګ نه و، امریکا په جنګ کې داخله وه خو جنګ د امریکا له جغرافیي څخه دباندې وو ځکه امریکا جوړه پاته شوه او همدا علت وو چې اقتصاد یې ضربه و نه لیدله.

ج- په منځني ختیځ کې د تېلو را پیدا کېدل او د دې سره تر څنګ په امریکا کې د کمپیوټر او انټرنیټ اختراع هم د امریکا په اقتصاد کې مهم رول لوبولی دی.

د- د امریکا د اقتصادي پیاوړتیا یو بل علت د ډالر کرنسي ده چې اوس په نړۍ کې تقریباً ۶۶٪ راکړه ورکړ په ډالرو او ۲۵٪ په یورو او پاته په نورو پیسو کېږي.

استاد وویل، د امریکا ټول نفوس ۳۲۱ میلیونه دی او سړي سر ورځنی عاید یې ۱،۶۵ ډالر او میاشتنی عاید یې ۴۰۰ امریکایې ډالر کېږي.

په امریکا کې شپاړس (۱۶) میلیون خلک بېکاره دي، امریکا ۶۰٪ د نورې نړۍ او ۴۰٪ د خپل ملت قرضداره ده.

د استاد خوګیاڼي په وینا چې اوس د امریکا اقتصاد مخ پر خرابېدو دی او علتونه یې په لاندې ډول وښوول:

۱- د امریکا اقتصاد هغه وخت مخ پر خرابېدو شو چې پر عراق او افغانستان یې پوځي حملې وکړې ځکه په افغانستان کې د یوه امریکایي سر تیري کلنی مصرف یو میلیون ډالر دي.

۲- هغه خلک چې امریکا یې ته باید ټکس ور کړی وای، د هغوی معافول.

۳- د دولت پیسې بانکونو او شخصي کمپنیو ته ور کول.

د نظر او سوالونو په برخه کې لاندې کسانو خپل نظرونه داسې شریک کړل:

حمید هڅاند:

تاسو په خپل لکچر کې وویل چې د امریکا اقتصاد مخ پر خرابېدو دی او علت یې تاسو قرض وښودئ خو د امریکا اقتصاد پر قرضدارۍ ولاړ دی نو که همدا قرضداري ځنې ایسته کړې د امریکا اقتصاد بیا هیڅ هم نه دی نو زما اصلي خبره دا ده چې اول خو د امریکا هیواد نه له بهرنۍ نړۍ څخه او نه هم له خپل ملته په هغه اندازه قرضداره دی چې مخکې تاسو وښودل او بل په سرمایه کې چې پور څومره ډېرېږي دا روښانه کوي چې د اقتصاد سایز یې همدومره لوی دی ځکه د امریکا اقتصاد پر پور ولاړ دی نو د امریکا زیات پور د امریکا پر قوي اقتصاد دلالت کوي نه د هغه پر کمزورۍ.

استاد امان الله هوسا:

ما د خلقیانو په وخت کې په یوه لکچر کې ګډون کړې و، هلته امپریالیزم دومره تخریب شو چې کله له لکچره را ووتو، یوې نجلۍ وژړل او ما ته ویل چې ستا خوښینه خو په امریکا کې ژوند کوي، هغه به هلته له لوږې مړه شي، څه به خوري. ځکه په امریکا خلک د لوږې له لاسه تر پله لاندې بېدېږي.

اوس هم ستاسو لکچر ډېر مایوسه کوونکی دی، د امریکا اقتصاد مو په صفر کې ضرب کړې خو حقیقت دا نه دی، زه چې په امریکا کې مې ډېر ژوند کړی دی، هغوی داسې ژوند لري، چې د بل هیڅ هیواد خلک یې نه لري، د هغوی د دسترخوان یوازې هغه شیان چې دوی یې غورځوي، زموږ د یو خان او تجار پر دسترخوان نشته.

تر اوږده ګرم بحث وروسته لکچر ماښام ناوخته پای ته ورسېد.

یادونه:

را روان لکچر (ساینس او قرآن) به مولوي رحمت الله اندړ وړاندې کوي، هیله ده درانه ګډونوال له ښې امادګۍ او پوښتنو سره راشي ځکه دا هم مهمه موضوع ده.

۱۳۹۴/۷/۲۳

By میر

2 thoughts on “د امریکا اقتصاد پر کوم خوا؟ راپور: عصمت بهیر”
  1. محترم استاد خوګياڼی ته په درنښت سره سلامونه زه داستاد دارزول شوی لکچر سره بلکل هم غږی يم اود اودمحترم هوسا صاحب سره چی خلک شه ژوند لری موفيق نيم خلکوداستثمار دستونی څخه لاس ته راغلو پيسو څخه خپل ژوند جوړ کړی البته دا اوږد مبحث دی

  2. قدرمن عصمت بهیر ته :
    گرانه !
    په زړه پوری لیکنی څخه دی مننه .
    زه یو وړاندیز لرم او هغه دا چه که پداسی لیکنو کی د موخذ لږ تفصیل ذکر شی د لیکنی ارزښت به نور هم زیات شی.
    د بیلګی په توګه دا ذکر شی چه استاد د کومی معتبری تحصیلی اداری د لوړو زده کړو کوم معتبر تحصیلی سند لری.
    همدارنګه که ارقام ذکر کیږی ورسره دا وویل شی چه دا ارقام د کومی معتبری مرجع څخه اخیستل شوی.
    په درنښت
    میرخیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *