د مینې په ۶۴ ګڼه کې:

سرمحقق سید محی الدین هاشمي د سترګو حال وایي.

طارق نجیب د نړۍ لوړ ای کیو لرونکي معرفي کوي.

اسدالله ښالېز د افغاني مېرمنو په وضعیت مقاله لري.

نیاز علي خاکسار به مو له دې خبر کړي چې سعادت حسن منټو فلم ولې نه ګوري؟

احمد جمال جمال په پښتنو کې د مشر په کردار غږېدلی.

عزت الله ځواب د زړه محاوره او مکالمې راټولې کړې.

سلیمان لایق وایي؛ زه بیخي مطمئن یم چې دا وطن نه ډوبېږي.

مبارک شاه داودزی دله ګان درپېژني.

واخان په لیکنه کې له سیاف نه بڼکې ایستلي.

د کرکټ ځوان لوبغاړي جاوید احمدي مرکه به هم مزه درکړي.

د نجیب عامر، عثمان علي عثمان، جمروز خان زیارکښ، شرر ساپي، عبدالعفور لېوال، فضل الربي رستم، مبارک خاموش …او عاقلې هاشمي په شعرونو سربېره یو فی البدیهه مشاعره هم لوستی شئ.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *