تاند- په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د امریکا یوه ایف ۱۶ جنګي الوتکه وویشتل شوه.

د امریکا پوځي چارواکي وايي چې دا لومړی ځل دی چې د دوی دا پرمختللې الوتکه، چې ۱۰۰ ملیون ډالره ارزښت لري، په افغانستان کې ویشتل کېږي.

الوتکه سخته زیانمن شوې خو یو مخ له کاره نه ده لوېدلې.

فرانس پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي چې د الوتکې ټانکۍ لګېدلې خو پېلوټ توانېدلی چې تر هوايي ډګره یې ورسوي.

دا برید د سې شنبې په ورځ د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې وشو. د دې ولسوالۍ په ډېرو برخو باندې وسله وال طالبان واکمن دي.

طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي الوتکه یې د سې شنبې په ماښام ویشتې او غورځولې ده.

طالبانو تر دې مخکې په سپکو وسلو یو شمېر هیلي کوپترونه ویشتي، خو هیڅکله نه دي توانېدلي جنګي الوتکې، چې ۵ زره فوټه لوړ الوت کوي، وولي.

د فرانس پریس له لوري اخیستل شوي عکسونه ښيي چې د ایف شپاړس الوتکې په وزرو کې د تېلو دوه شتپني ټانکونه، یو مځکه ویشتونکی توغندی او دوه ناهدایت شوي بمونه ویجاړ شوي دي.

په دوو ټانکونو کې اضافي تېل ساتل کېږي چې د الوت د اوږدېدو په صورت کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

فرانس پریس وايي چې د امریکا پوځ پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې پېلوټ خوندي هوايي ډګر ته ځان ورساوه.

د سید کرم ولسوال نیاز محمد خلیل وویل چې نه امریکايي او نه افغان ځواکونو د پېښې په مهال په سیمه کې عملیات کړي دي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *