عبدالباري مل

اشوک اعظم د نړۍ لومړۍ کس و چې پر درست هندوستان يې حکومت وکړ، د اشوک پاچاهي له کابل، کندهار او هراته نيولې تر کشمير، نيپال، بنګال او په سويل کې د پينار تر سيند پورې غځېدلې وه، سري‌نګر ښار ده جوړ کړ. دی په ټول هندوستان کې د سولې ټینګولو وروستی پاچا وو.

اشوک په هندوستان کې وژنو، فساد، غلاوو او تېريو ته د پای ټکی کېښود، هندوستان يې پر ولسواليو ووېشئ، په هره ولسوالي کې يې ولسوال مقرر کړ، او همدغه ولسوالان به په ولسواليو کې د امن، سولې او نياو مسؤلين وه. اشوک قوانين جوړ کړل، دا قوانين يې د ډبرو او وسپنې پر تختو وکښل او په ټول هېواد کې يې ولګول، همدغه د هندوستان لومړني قوانين ول. د اشوک د وخت دا ډبرې نن هم د سوات په دره او د ګلګت په غرونو کې نصب دي. اوس پوښتنه دا ده چې اشوک دا مقام څنګه تر لاسه کړ؟

دا ډېره په زړه پورې کيسه ده، اشوک د پټنې اوسېدونکی و، پلار يې د بندوسار د سلطنت پاچا وو، اشوک ۶۴ وروڼه لرل، چې ټول يې خورا چلبازه، کرکجن، او حسود ول، اشوک با استعداده و، ده غوښتل چې ټوله نړۍ ونيسي، ده يې وړتيا هم لرله خو وروڼه يې په دغه اراده کې د لارې خنډ ول. دی چې به کله جنګ ته لاړ نو هرو مرو به يې يوه نه يوه ورور چوکۍ قبضه کړې وه، دی چې به کله حوض ته د لمبېدو لپاره لاړ نو وروڼو به يې غشي ورباندې اورول، په خوړو کې به يې زهر پيدا شوه، چې ويده به شو وروڼو به يې خونې ته مار ور ايله کړی و، او چې مېلې ته به ووت نو مخ‌پټو کسانو به يې د ترور هڅه وکړه. اشوک په عذاب شو او يوه ورځ يې فکر وکړ چې زما سره دوې لارې دي. يوه دا چې د خپل پلار غوندې نوم‌ورکی ژوند وکړم او بله دا چې نړۍ فتح کړم، ده د نړۍ فتح کولو پرېکړه وکړه، لومړۍ يې خپل ۶۴ واړه وروڼه تر تېغ وه ايستل او دی يواځې پاتې شو. وروسته يې د هېواد پر کچه يې د اهل کسانو ټيم جوړ کړ او د خپل منظم حکومت بنسټګر شو.

د هندوستان بل لوی پاچا جلال الدين اکبر وو، ده پر هندوستان ۴۹ کاله او اته مياشتې حکومت وکړ، د ده پاچاهي تر کشمير، سند، کندهار، او منځنۍ اسيا پورې غوړېدلې وه. ده ته يې د همدغې سترې پاچاهۍ له امله “اکبر اعظم” ويل، د ده د برياليتوب لامل د ده يکه والی و، دی د همايون يوازينی زوی و، هېچا د ده پر تخت باندې د قبضې کولو هڅه نه کول، اکبر د اهل کسانو يو نهه کسيز ټيم جوړ کړ او د مغلي سلطنت بنسټ يې کېښود.

درېيم لوی پاچا اورنګ‌زېب عالمګير وو، دی هم د درست هندوستان پاچا وو، دی د هندوستان په تاريخ کې تر ټولو ډېره موده پاچا پاتې شوی دی، ده ۵۰ کاله او درې مياشتې حکومت وکړ، دی د شاه جهان تر ټولو با استعداده شهزاده وو، ده هم په ويښه خوبونه ليدل، ده غوښتل چې د درست هندوستان پاچا شي، خو پلار او وروڼه مخ ته نه پرېښاوه، پلار يې غوښتل چې د پاچاهۍ تاج ‘داراشکوه’ ته ورکړي خو هغه يې وړ نه و، داراشکوه او پلار شاجهان يې د اورنګ‌زېب پر وړاندې ودرېدل، اورنګ‌زېب هم فکر وکړ چې له ده سره دوې لارې دي چې يا د يوه بې‌نومه، بې‌نوښانه مغل شهزاده په توګه ژوند وکړي مړ شي او يا هم له شهزاده محي الدين څخه اورنګ‌زېب عالميګر شي. اورنګ‌زېب هم د اشوک غوندې دويمه لاره خوښه کړه، اورنګ‌زېب خپل پلار د آګرې په کلا کې بند کړ له خپلو وروڼو داراشکوه او شجاع دواړو سره يې جنګونه وکړل او هغوی يې ووژل، تر وروڼو وروسته يې د ورېرونو او خوريانو وار راغی هغوی يې هم په کلا کې بنديان کړل. وروسته اورنګ‌زېب د هندوستان فتح کولو ته لاس په کار شو، تر دې چې تاريخ مجبور شو چې ده ته د عالمګير نوم ورکړي.

پرنګ څلورم ځواک وو چې پر بشپړ هندوستان يې حکومت وکړ، د پرنګيانو (انګرېزانو) د برياليتوب له پېنځو سترو لاملونو څخه يو لامل د دوی “د کورني ژوند اصول” وو. د پرنګيانو قانون دا وو چې هندوستان ته راتلونکی هېڅ پرنګی دولتي مامور نه شي کولای چې د خپلې کورنی کوم غړی په هندوستان کې مېشت کړي. پرنګي قومندان��نو ځايي خلګو ته يو جريب ځمکه وړيا ورکولای شوه خو خپل د کورنۍ غړي ته يې يوه لوېشت ځمکه په بيه هم نه شوه ورکولای. د انګلستان پر هر دولتي مامور باندې لازمه وه چې د ماموريت تر بشپړولو وروسته به بيرته خپل هېواد ته ځي او په هندوستان کې به نه پاتېږي.

په همدې توګه پرنګيانو پر ټول هندوستان باندې تر ۱۹۴۷م کال پورې حکومت وکړ او په روغو تڼيو له بشپړ عزت سره بيرته خپل هېواد ته لاړل.

موږ که يې منو که نه، خو رښتيا خبره دا ده چې د دې سيمې تر ټولو ستره ستونزه ګډ کورنی ژوند دی، دا زموږ د پرمختګ تر ټولو غټ خنډ دی. تاسې له رهبرانو نيولې تر سوداګرو، کاروباريانو، دولتي کارمندانو او لوبغاړو پورې د هېواد د بېلابيلو برياليو خلګو ژوند وڅېړئ په دوی کې به نهه ‌نيوي سلنه کسان خپل د لستوڼې مارانو چيچلي وي. د رهبرانو رهبري وروڼه وخوري، اخښيان يې ور مرداره کړي، ورېرونه او د تره زامن يې مزې‌ و چړچې وکړي…

په پاکستان کې د ايوب خان په وخت کې ۲۲ لویې صنعتي او کاروباري ډلې وې. نن ۴۰ کاله وروسته د هغوئ له ډلې يوه هم نه ده پاتې، ولي؟ ځکه دا ټولې صنعتي ډلې وروڼو، اخښيانو، خوريانو، وروېرو او د تره زامنو وخوړې.

تاسې خپل شاوخوا وګورئ، سلګونه خلک به مو ليدلي وي چې پرمختګ يې کړی وي او بيرته يې هڅې له خاورو سره خاورې شوي وي، دوکانونه، ګدامونه او کاروبار يې ليلام شوی وي، که يې وڅېړئ د دې خلکو کور به هرو مرو خپلو خپلوانو پر چرګه ور بار کړی وي. دوی به هرو مرو خپل د ميليونونو کاروبار پر څوکۍ باندې خپل تيار خواره او ټمبل زامن کښېنولي وي.

زموږ بله لویه ستونزه “ټولنيز بار” دی، په موږ کې که څوک د زړه په وينو او د وجود په خولو ځان د برياليتوب تر پولو ورسوي نو د درست خاندان د خواهشاتو پېټي د ده پر اوږو ور اېښوودل کېږي. که يې خاله ناروغه وي او که د امه لېور، درملنه به يې د ده له غاړې وي. که يې د اکا زوی بېکاره وي که د ماما دی به يې له ځان سره پر کار ګوماري او يا به مفت جېب خرڅ ورکوي. تره، ماما، اخښي، خسر هر يوه ته به دی د هوايي ډګر دروازې يا اډې ته ورځي چې را پورته يې کړي. دا ډول خلکو ته عموماً خدای پاک لوی زړه هم ورکړی وي، خو دی بې چاره بالاخره د پېغورونو او چيخنو بار ته ماته راوړي.

تاسې نورې نړۍ ته هم سترګې وغړوئ د بېلګې په توګه بل‌ګېټس، وارن بفټ، کارلس سلم… تاسې امريکايي ولسمشر بارک حسين اوباما ته وګورئ کله به هم دا خلک له خپلو کورنيو سره يو ځای نه ووينئ. تاسې به کله هم د انګلستان د ډيوډ کېمرون او د المان د انګيلا مرکل پلار، ورور، خور، اخښى يا د تره زوی و نه وينئ، حتی نومونه به يې هم وا نه واورئ، کله به هم اوباما د خپلو وروېرو او تره زامنو سره د ليدنې پر مهال و نه وينئ، له کورنۍ څخه دغه ليرې والی د دوی د بريا له سترو عواملو څخه دی. د برياليتوب شپږ عوامل وي چې يو يې د وړ او غوره ټيم لرل دي. په ګډ کورني ژوند کې ښکېل خلک د ټيم جوړلو پر ځای د کورنۍ د ځای پر ځای کولو په فکر کې وي. د پلور څانګه یوه ورور ته وسپاري، خريداري بل ورور ته، حسابداري د تره زوی ته، بازار موندنه اخښي ته، د پېرودونکو سمبالښت د خاله زوی ته… پاته شوه نور عادي کارمندان هغه هم د خېښ و خاله بې کاره او بې هنره ځوانان.

خو بل ګېټس، وارن بفټ، کارلوس سلم، اوباما، انګيلا مرکل… له ټول هېواده وړ کسان را ټولوي، که يې ښه کار کاوه ګلان ور په غاړه کوي، که نه بستره يې پر څټ ورکوي او نوي کسان ګوماري، بيا يې نو کاروبارونه او ګوندونه برياليتوب هم خپلوي.

د دې سيمې د سياست هم داغه حال دی، حامد کرزي خپل وروڼه او نور خپلوان پر لوړو چوکيو ګومارلي وو، د ورور احمد ولي خان تر مړينې وروسته يې خپل بل ورور شاولي خان د هغه پر چوکۍ کېناوه.

د اشرف غني دا کړنه د غرب برياليو کسانو ته ورته ده، چې خپل ورور حشمت غني يې شړلی دی او په دې نامه له هر ډول امتيازه بې برخې دی چې ګواکې د ولسمشر ورور دی.

بدلون اوونيزه/ لومړی کال/ ۴��مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

3 thoughts on “سياست او خپلوان/ ژباړه او زياتونې:نورالباري مل”
  1. مل صیب مننه، تاسو مې یوې ډیرې ښې او مهمې نکتې ته پام ور وګرځاوه… واقعیت همدا زموږ د ټولنې ستونزه ده

  2. نورالباري مل صاحب
    او درنو لوستونکو په ټوله مینه او محبت خپلې نیکې هیلې او سلامونه درته ډالۍ کوم.
    ما چې کله د مل صاحب د مضمون په لوستلو پیل وکړ نو ګومان مې کاوه چې کوم تاریخ منظر ته کتنه کوي خو کله چې پدې پوه شوم چې سړی خو له یوه خورا او مهمې اړیکې او د ټولنیز ژوند له یوه مهم اصل نه سر ټکوي، نو بیا هغه وخت سخت نارامه او خوابدی شوم چې مل صاحب له یوې ډېرې ښکلې او په مسنونه زېور باندې سینګار نوراني څېرې سره له هغه څه سر ټکوي چې نن یې غربیان په خپله ټولنه د نشتون موضوع د خپل ټول انساني ژوند لپاره یو لوی ګواښ بولي.
    زه داسې نه وایم چې په ټولنیز ژوند کې ټول سم خلک وي او کورنۍ او ټولنې ټول کسان او غړي په سم لوري حرکت او خوځښت ته چمتو وي خو داسې هم نده لکه مل صاحب چې وایې.
    دا ریښتیا ده چې د یوه ډېر ارزښتناک شي د لرلو په وخت کې د انسان هغه شي او د هغه ارزښت نه وي متوجه خو کله یې چې له لاسه ورکړي بیا په هغه پسې په یوه پونده تیندکونه وهي خو په لاس بیا نه ورځي.
    مل صاحب! الله تعالی مو د مادي او دنیوي لاسته راوړنو سره سره د معنوي او اخروي لاسته راوړنو په ارزښت هم سترګې خلاصې کړه او د کفارو په ټولنه کې ستاسو په وینا د بریالیو کسانو په پرتله د اسلامي نامتو شخصیتونو په بریاوو او سرلوړیو هم زړه یخ کړه.

  3. Salamoonah;
    Wror Noorul Bari Mal ! Ddera sha noqte ta de paam shwy.
    Khoday wakrry che Ashraf Khan d Ashoka ghonde vajjil; Fesaadt, ghlaway; & tyerayo ta d paay ttiky kegdy.!

    Ba`zy d Campeign aw Gondy malgry hem d lasttonny maraan gerziey!! Examp.: PDPA

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *