په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مسوول ریچارد ډنزګر د یو پلاوي په مل تیا کونړ ولایت ته سفر وکړ او د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي سره یې وکتل، په کتنه کې یې د کونړ والي ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به ( ای او ایم ) خپلو فعالیتونو ته پراخیتا ورکړي .
دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي د دوی په راتګ خوښي وښوده چې کونړ ته یې پاملرنه زیاته کړه، په نورو نړیوالو مرستندویه ادارو یې هم غږ وکړ چې کونړ ته پام هم راواړه وي ، نوموړي وویل کونړ چې زیاتره سیمې غرنۍ او په ځنګلونو پوښل شوي د موسمي بارانونو ،واورو ،سیلابونو او نورو طبعي پیښو له امله ديرې کورنې بېځایه شوي مالي او ځاني زیانونه ورته او ښتي او په زرګونوجریبه کرنیزې ځمکې دسربندونو زیان له امله په للمه او ښتي ،ګڼ شمېر بېځایه شوي وګړي یې سرپناه او دژوند په نورو برخوکې لاسنیوي ته اړ تیا لري ،ښاغلي کلیمزي له راغلي پلاوي وغوښتل چې کونړته دنورو نړیوالو مرستندویه ټولنو پام هم را واړه وي ،دنوموړې موسیسې کړه یې دستاینې وړ وبلل او په همدې پار یې د (ای او ایم ) مشرتابه او څوتنه غړوته ستاینلیکونه ورکړل .
عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند