Ira

د تلې ۲۷ مه ، ۱۳۹۴

د یوې ترافیکي پیښې له امله ،د یکشنبې په ماښام د ملي بس موټر د ټکر له امله ۲۰ تنه افغان مهاجرین په شهادت رسیدلي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي .

ملي بس موټر له قم ښار څخه د تهران په لور روان و چې د قم ښار په ۱۶ کیلو مترۍ کې له ټیلر موټر سره ټکر وکړ .

ټپيان د قم ښار بهشتي روغتون ته لیږدول شوي ، د پیښې سیمې ته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت استازي تللي ترڅو پیښه له نږدې څخه و څاري .

د ایران د پولیسو په وینا افغان مهاجرین د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *