تاند- د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په متحده عربي امارتو کې ونیول شو.

دغه پخوانی طالب چارواکی عبدالرحمان زاهد نومېږي او تېره میاشت دوبۍ ته له رسېدو سره سم ونیول شو. ویل شوي چې زاهد له جنګي طالبانو سره ملګری نه و او نه یې له هغو سره تماس درلود خو په قطر کې یې د طالبانو له سیاسي استازو او په پاکستان کې له طالب قوماندانو سره اړیکې لرلې.

د متحده عربي اماراتو حکومت ویلي، زاهد به ممکن په دې خاطر نیول شوی وي چې مخکې تر مخکې یې اجازه نه وه اخیستې.

ویل کېږي چې د طالبانو مشران عربي هیوادونو ته تر سفر مخکې د پاکستان له لوري سي آی اې او عربي هیوادونو ته معرفي کېږي څو د سفر مخه یې ونه نیول شي.

په همدې حال کې پژواک خبري اژانس وايي چې یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ورته وویل چې زاهد د افغانستان له حکومت سره تماسونه نیولي ول او ممکن د پاکستان او متحده عربي اماراتو د جاسوسي ادارو په ګډه هڅه نیول شوی وي.

طالبانو او د افغانستان حکومت تراوسه پوري د زاهد د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې پخوا د طالبانو د تحریک د سیاسي دفتر پخوانی مشر معتصم اغا جان هم په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی و. ده په اماراتو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره هڅې کولې. وروسته اماراتي چارواکو، بې له دې چې د اغا جان د نیولو علت څرګند کړي، نوموړی له خپلې خاورې وایست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *