د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې سره سم تر ۲۰۱۷ زېږدي کاله به امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي. د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو شمېر ۵۵۰۰ تنه ښودل شوی. مخکې لدې د امریکا پلان دا و چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او یوازې ۱۰۰۰ سرتېري به په کابل کې د امریکا له سفارت څخه د ساتنې په موخه پاتې کېږي.

امریکايي سرتېري له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره پاتې شوي؛ خو پوښتنه دا ده چې آیا دغه شمېر سرتېري به په دې بریالي شي چې د امنیت ټينګښت په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او د دغې مرستې پایلې به هم مثبتې وي؟

شمېر او اغېز

اوس ۱۰۸۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان کې دي. راتلونکې کال (۲۰۱۶) کې دغه شمېر کمېږي او په ۲۰۱۷ کال کې به دغه شمېر ۵۵۰۰ تنو ته ورسېږي. د اوس لپاره د امریکا په مشرۍ د ناټو ماموریت (غوڅ ملاتړ) دی چې په ترڅ کې افغان ځواکونه روزل کېږي، تجهیزېږي او مشوره ورکول کېږي. که څه هم ناټو د افغان ځواکونو تجهیز لپاره ژمنې کړي دي؛ خو دغه ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي شوي، خصوصا د هوايي ځواک په برخه کې. افغان ځواکونه له څو محدودو ترانسپورتي چورلکو او الوتکو بل څه نه لري. پتېیل شوې وه چې دغه ستونزه به حل شي او امریکا به له روسیې څخه چورلکې وپېري؛ خو د اوکراین (کریمیا) ستونزې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې او په سوریه کې د دغو ستونزو غځېدل د دې لامل شول چې افغان امنیتي ځواکونو لپاره له روسیې څخه د تجهیزاتو پېرل په ټپه ودرېږي.

له هوايي ځواک پرته د وسله والو مخالفینو ځپل ناشوني ایسي. لامل یې د مخالفینو پیاوړتیا او له دوی سره د یو شمېر هېوادونو مرستې دي. د افغان دولت له مخالفینو سره د پاکستان مرستې تر هغه بریده مخته تللي چې حتی پاکستاني پوځیان له پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سره د طالبانو او داعش په نامه د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، نو څنګه به شوني وي چې افغان ځواکونه دې له هوايي ځواک پرته د دغو ډلو پر وړاندې ودرېږي؟

له همدې امله د بهرنیو ځواکونو د موجودیت اړتیا محسوسه ده؛ خو لدغې اړتیا ورهاخوا مهمه دا ده چې افغان امنیتي ځواکونو پر هوايي ځواک او پرمختللو وسلو تجهیز کړی شي. دغه چاره وخت ته او لګښت ته اړتیا لري؛ اما پیل یې د درېیو سي۱۳۰ الوتکو په ورکړې شروع شوی.

د افغان ځواکونو روحیه

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت په پای ته رسېدو سره امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. د افغان چارواکو سربېره لوېدیځو چارواکو هم د افغان ځواکونو وړتیا منلې ده. خو بیا یې هم د دغو ځواکونو پر روزنې ټينګار کړی دی. د روان زېږدیز کال په اوږدو کې افغان امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي چې د وسله والو مخالفینو پلانونه شنډ کړي؛ ځو د کندز سقوط په څېر له ځینو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي. په کندز کې سربېره پر دې چې د افغان امنیتي ځواکونو مېړانې مثبته پایله درلوده؛ د بهرنیو ځواکونو هوايي بمبارۍ هم د دې لامل شوې چې په لومړي ګام کې وسله وال طالبان د یاد ولایت د هوايي ډګر له نیولو په شا شي او په دویم ګام کې د کندز د بیا فتحې لپاره زمینه برابره شي.

له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو موجودیت او له بلې خوا د دوی د هوايي ځواک کارول، د افغان ځواکونو د روحیې په پياوړتیا کې خپل رغنده رول لوبولای دی. خو د امریکا د مخکیني پلان له مخې په راتلونکې کال کې د بهرنیو ځواکونو وتلو له امله اندېښنې موجودې وې. دغه اندېښنې له دې امله د پام وړ وې چې حتی له ۲۰۱۰ کال څخه راپدېخوا د بهرنیو ځواکونو وتلو منفي نتایجو ته پراخ تبلیغات شوي ول. دغو تبلیغاتو دوه پایلې له ځانه سره درلود: د اقتصادي وضعیت خرابوالی او د وسله والو مخالفینو پياوړتیا.

وسله وال مخالفین په دې باور ول چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دا وړتیا لري چې د افغان ځواکونو پر وړاندې ودرېږي او ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. د همدغه لید پر اساس یې د اتو ولایتونو سقوط، د څلورو لویو لارو بشپړ بندول او پر زیاتو ولسوالیو ولکې لپاره یې پلان جوړ کړی و؛ خو نه یوازې دا چې خپلو دغو موخو ته ونه رسېدل، له زیاتو تلفاتو سره هم مخ شول. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت تمدید، مخالفینو ته دا پيغام له ځانه سره درلوده چې نړيواله ټولنه افغانستان یوازې نه پرېږدي او لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ورته اشاره کړې ده، نړيواله ټولنه دا اجازه نه ورکوي چې افغانستان دې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې او پټنځای بدل شي.

بل لور ته د امریکا له اعلان څخه وروسته ایټالیا او جرمني هم منلې ده چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه نه باسي. د ناټو سرمنشي هم ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د ناټو له غړیو هېوادونو غوښتنه وکړه څو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو په اړه له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د ناټو د غړیو د حضور دوام له یوې خوا د افغان ځواکونو پر روحیې مثبت اغېز ښندلی او له بلې خوا یې پر وسله والو مخالفینو فشار زیات کړی دی.

د سولې خبرې

د اوباما اعلان د طالبانو او د دوی د ملاتړو د توقع خلاف خبره وه. طالبان په دې تمه ول چې د روان کال په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو فعالیت کمرنګه کېږي او د راتلونکې کال په پای کې دغه ځواکونه له افغانستان څخه وځي چې له دې سره د جګړې ډګر طالبانو ته پاتې کېږي. له همدې امله د طالبانو د نوي مشر په ټاکلو سره اختر محمد منصور د سولې خبرې وځنډولې. خو د کندوز په نیولو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په تمدید سره پاکستان د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه. تر ډېره بریده پاکستان دغه غوښتنه د طالبانو په نیابت کړې ده. واشنګټن ته د نواز شریف د سفر یوه مهمه برخه هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دي.

که څه هم طالبانو د خبرو پیل لپاره د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د شرط په توګه وړاندې کړي، اما دا چې اوس مهال د دوی شرط نه دی منل شوی، دغه ډله او د دوی ملاتړی هېواد د سولې له خبرو پرته بله لار نه لري؛ ځکه له یوې خوا د جګړې د دوام توان نه لري (د پراخو تلفاتو له امله) او له بلې خوا پر پاکستان نړيوال فشارونه زیاتېدونکي دي. لدې سره طالبان خپل وروستی زور آزمايي څو وشي کولای د سولې په پیلېدونکو خبرو کې زیات امتیاز ترلاسه کړي.

نتیجه

په لنډمهال کې د امریکايي ځواکونو موجودیت د افغان دولت او افغانانو په ګټه دی؛ اما دا په دې معنی نه ده چې دغه ځواکونه دې تل په افغانستان کې و اوسي. افغان حکومت ته لازمه ده چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو موجودیت پر مهال دې د خپلو امنیتي ځواکونو تجهیز، پياوړتیا او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي. دغه پاملرنه پر خپلو پښو د افغان ځواکونو په درېدو تمامېدای شي. البته دا په هغه صورت کې ممکن دي چې امریکا او ناټو رښتیني و اوسي. پدې لړ کې افغان دولت کولای شي د بدیلو لارو په لټه کې هم و اوسي چې له مخې یې افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو تجهیز کړی شي. بدیلې لارې چین، روسیه او هند کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *