تاند- یوه ۹۹ کلنه ایرانۍ، چې پنځلس کاله مخکې امریکا ته مهاجره شوې وه او په دې موده کې د کلیفورنیا ایالت په مرکز لاس انجلس ښار کې اوسېده، بالاخره د امریکا د تابعیت په ترلاسه کولو بریالۍ شوه.

خاتون کويکاني د هغو ۳۷۰۰ کسانو په ډله کې شامله وه چې د جمعې په ورځ د لاس انجلس ښار د کنفرانسونو په تالار کې یې په یو لړ مراسمو کې د امریکا تابعیت تر لاسه کړ. دوی د مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه چې امریکا ته به وفاداره وي.

خاتون کویکاني په ۱۹۸۰ لسېزې کې د اسلامي انقلاب پر مهال له ایران څخه جلاوطنه شوې وه.

په لاس انجلس کي د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجرت د خدمتونو یو مامور وایي، د کویکاني په څېر زړو خلکو ته په ډېرو لږ1و مواردو کي تابعیت ورکول کیږي.

 دا مامور وایي، په تيرو پنځوسو کلونو کي یوازي ۲۷ هغو کسانو ته چې عمرونه یي له سلو پورته و، د امریکا تابعیت ورکړ شوی دی.

په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته په لکونو ایرانیان لوېدیځو هیوادونو ته مهاجر شول. لا هم ډېر ایرانیان، په تېره بیا ځوانان لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا امریکا ته د تګ ارمان لري.

One thought on “نهه نوي کلنې ایرانۍ ته د امریکا تابعیت ورکړای شو”
  1. درنو لوستونکو ته سلامونه!
    له بده مرغه چې د اسلامي نړۍ خلک، چې افغانستان يې هم برخه دی، له داسې ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي، چې اړ يا مجبور دي له خپل ټاټوبي مهاجر شي او حتی په زړښت هم د تحقير او توهين ژوند تر سره کړي، چې دغه ايرانۍ يې ډېره ښه بېلګه ده! دغه ايراني څو لسيزې د مهاحرت ژوند داسې تېر کړی، چې حتی د سفر کولو اسناد به يې نه درلودل، د روغتيايي بيمې ستونزې به يې لرې او داسې ډېرې نورې ستونزې، چې د ي، انسان ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.
    هېڅ انسان نه غواړي، چې په ملک د ژوند ارمان وکړي، مګر په هغه صورت کې چې د عالم ځای غل او ملايان ونيسي او دين د شکنجې وسيله شي او سياست د ربړلو توګه شيو بيا يو انسان مجبور دی له خپل ټاټوبي پښې سپکې کړي.

    ستاسو د بري په تمه
    معه سلامو کم الاخوتالمسلمين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *