ماشوم د سرک یوې څنډې ته ناست او د خلکو بوټونه یې رنګول، خو ډېر ستړی شوی وو، له یوې خوا لمر او له بلې خوا وږي او تندي پسې اخیسته و، خو بیا هم د څو روپیو لپاره په هغه سره لمر کې ناست و، تر څو خپلې کورنۍ ته یو څه د خوړلو لپاره پیدا کړي، خو سخت خوب ورغی، سترګې یې خوبجنې شوې، او هره شېبه یې سترګې پټې پټې کېدې، چې خپل سر یې پر ځمکه کېښود، چې یو غږ یې تر غوږو شو.

زویه خوب درغلی؟ راشه زما په غېږ کې دې سر کېده، او آرام ویده شه

ماشوم په منډو ورغی، او د مور په غېږ کې یې سر کېښود، مور یې ورته په وېښتانو کې ګوتې وهلې، او ماشوم د سترګو په رب کې په خوږ خوب ویده شو

چې نا څابه د ماشوم چېغه پورته شوه، او د درد احساس یې وکړ

اخ اخ مورې مورې

چې په دې وخت کې ماشوم یو دروند غږ تر غوږو شو، چې ویل یې:

پورته شه، احمقه دا ستا د خوب ځای نه دی، او نه دې هم زه مور یم

او بیا یې لرګی پورته او ماشوم یې په پښو وواهه، ماشوم چېغه کړه او یو دم په خپل ځای کې کېښناست

زه زه چېرته یم؟

مرګ ته په رڼا ورځ د سرک په سر خوبونه وینې پورته شه، او دا ځای خوشې کړه، ټوله لیار دې بنده کړي ده.

ماشوم چې پورته وکتل د لمر وړانګو یې سترګې برېښولې په خپل لاس یې ځانته سیوری وکړ، چې سترګو یې یو سړی چې معاشي رنګه دریشۍ یې اغوستي وه ولاړ، او په لاس کې یو لرګی دی، ماشوم په خورا معصومیت وویل:

ترافیک کاکا خپلې مزدورۍ ته مې پرېږده، زه په دې یوه څنډه کې کېښنم، قسم خورم چې هاخوا دېخوا نه ځم.

ترافیک په غوسناک ژبه چې غاښونه یې چیچل او لرګی په

لاس کې، تاواوو وویل:

چپ شه، اعصاب مې مه خرابه وه، کنې ټول سامان به دې ایسته واچوم، هله پورته شه مزدوري کوي، موږ هم

خپله دنده سر ته رسوو، موږ نور ډېر کارونه هم

لرو، ستا د پلار نوکران نه یو، چې ستا بابولالو ته غوږ شو، ماشوم د ترافیک له دې غوسناکې څېرې وډار شو، خپل سر یې ټیټ کړ، او د سامان په راټولولو بوخت شو، ترافیک چې د ماشوم دا حال ولید، چې ماشوم ځي، او هېڅ لاس ته ورنغلل، نو ژر یې هاخوا دېخوا وکتل، چې څوک شته او که نا؟ ګورې چې هېڅوک دوی ته نږدې نه وو، ورو په ملا کوب شو، د ماشوم په غوږ کې یې وویل:

واوره څه درته وایم، که یو څو روپۍ راکړې، بیا همدلته تر سبا کېښنه، هېڅوک به هم تا له دې ځایه پورته نه کړي، اوس نو ستا خوښه.

4 thoughts on “واوره څه درته وایم/ لنډه کیسه/ ملالۍ ویاړ”
  1. په ریښتیا هم چی ډیره جالبه قصه و او یو لوی واقعیت پکی ویل شوی هغه دا د ترافیک وظیفه څه او کوم کارونه کوی ترافیک دا بدبخته کارکونکی چی اکثریت یی په دی فساد اخته دی د بیلکی په توګه یو مثال وایم د پنځمی ناحیی کمپنی چوک کی هر سهار پنځه ترافیکان ولاړ وی او خولی یی په نصوارو مرداری وی ولاړ وی او کار یی ندی معلوم د ښار موټر د سرک په سر ولار وی او سورلی جګوی دری نور مردار خواره ترافیکان د پولسیو د تلاشی سره ولاړ دی او وظیفه یی فقد هغه موټر چی مڼی یی بار کړی وی ګوښه کړی او څو روپی تری واخلی چی پدی کار کی د کمپنی د پولسیو ماموریت هم شریک دی نو اوس تاسو قضاوت وکړی چی د دوی د فامیل نه په څه شی جوړ شی

  2. په ریښتیا هم د کمپنی ترافیک زیات حرامخوره دی تمامه ورځ رشوت اخلی او نور کار نلری پولیس خو یی پریژده چی فقد د کراچیوانانو نه د هفتی 500 افغانی واخلی او نور کار نلری

  3. بیا زه حیران اکثرو بدبختو ملایاتو ته یم چی کله دا حرامخواره په کومه پیښه کی مردار شی بیا وایی چی څو پولیس شهیدان شول شهید داسی زه فکر کوم چی اکثریت به یی مردار وی ځکه دوی د وطن ساتونکی نه بدو د خپل جیب ساتونکی دی لعنت د وی په دوی

  4. ۰««دچه په برخه د کمپلې ،چه په برخه دشفتلې کړې ،وه خدایه پرک ولې کړې۰۰۰
    چیرې چې کاذبه مسلماني وي په تیره زمونږ په هیواد کې دماشومانو حالت به همداسې وې۰کله چې زمونږ مخور سیاستوالان ، قاضیان او څارنوالان په بډه وهلو محتاط دي نو داخو یو معمولي ټرافیک دي خود به ټرافک (قاچاق)کوي۰
    د عـــبـــاداتـــو څــخــه وروسته هر مسلمان مسئولیت لري چې د خلکو خدمت وکړي او د بې وزلو، یتیمانو، کونډو، بې سرپرستو، مجبورواو ناروغانوسره نیکي او مرسته وکړي، خودریغئ چې زموږ په افغاني ټولنه کې دې ټکي ته پام نشته۰۰۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *