۲۱مه برخه
ولادیمیر پوتین
د سیاسي رهبرانو لړۍ په دې برخه کې مو د روسيې د اوسني ولسمشر او پخواني استخباراتي مامور په اړه معلومات راټول کړي، هیله ده چې لوستل مو يې خوښ شي.
ولادیمیر پوتین د ولادیمیر سپریدونوفچ پوتین او ماریا ایوانو پوتینه زوی دى، چې د -۱۹۵۲م کال د اکټوبر په اوومه نېټه د شوروی اتحاد په ساینت پټرسبرګ کې زیږیدلی دی، د ۱۹۶۰-۱۹۶۸م کلونو تر منځ یي په بسکوف لین کې لومړنى ښوونځى ولوست او وروسته عالي ښوونځي ته داخل شو، نوموړي له ورزش سره هم علاقه درلوده.
په ۱۹۷۰م کال کې پوتین د «لینن ګریډ ملي پوهنتون» حقوقو پوهنځي ته بريالى شو، د نورو محصلینو په څېر نوموړي هم د شوروي اتحاد کمونیست ګوند کې غړیتوب واخیست او په همدې وخت کې يې له روسي سیاستوال «اناټولي سوبچک» سره مخالفت پیدا شو. پوتین په ۱۹۷۵م کال کې له پوهنتون څخه فارغ شو.
ویلادیمیر پوتین د روسیې د حکومت په اکثرو دفترونو کې کار کړى، نوموړى د متوسطې کورنۍ سره اړه لري، هغه له ماشومتوب څخه هيله درلوده، چې د استخباراتي مامور په حيث دنده تر سره کړي.
پوتين بالاخره خپلې هيلې ته ورسېد او له استخباراتو سره يې په پوره صداقت دنده پيل کړه، بالاخره پوه شو چې نوموړی د روسیې استخباراتي ادارې «KGB» ته داخل شوى دى، نوموړي هلته بېلابېل روزنیز پروګرامونه تر لاسه کړل.
پوتین د ژوند زیاته برخه په یاده استخباراتي اداره کې تېره کړه، له «کي جي بي» څخه یې استعفا وکړه او تر استعفا وروسته يې د خپل هېواد او خلکو د هوساینې او ښېګڼې لپاره په نورو سياسي اړخونو کې خدمت پیل کړ او بالاخره تر ولسمشرۍ پورې ورسېد.
د نوموړي زحمت، علمیت او ارام مزاج د دې لامل شو، چې د حکومت په ډېرو مهمو ادارو کې کار وکړي، آن تر دې چې د روسیې د وخت ولسمشر «بوریس یلتسین» پرېکړه وکړه چې له ولسمشرۍ څخه تېر شي او خپل ځاى ښاغلي پوتين ته پرېږدي، هماغه مهال يې ټاکنو ته ځان ونوماوه او ولسمشرۍ ته بريالى شو.
ښې حکومتدارۍ او پياوړې سياسي رهبرۍ ښاغلي پوتين ته د دويم ځلې ولسمشر کېدو چانس هم ورپه برخه کړ او په دويم ځل ټاکنو کې يې هم بريا تر لاسه کړه.
کار او ژوند لاره:
ښاغلى پوتين له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د ۱۹۸۰يم مېلادي کال په پيل کې د یاد هېواد استخبارتي ادارې «کي جي بي» ته داخل شو او د یادې ادارې له خوا په مسکو کې روزنیز پروګرامونه ورکړل شول، نوموړي يو څه موده د يادې اردارې د سکرټر په توګه کار وکړ او وروسته د جاسوسۍ ضد فرقې د رئیس په توګه وټاکل شو او د دې تر څنګ د نورو روزنو لپاره جرمني ته هم ولاړ.
پوتین له ١٩٨٥ او ١٩٩٠ مېلادي کلونو تر منځ د ختیځ جرمني په دریسډین ښار کې د پټ استخباراتي استازي په توګه دنده تر سره کړه، د زحمت او ښه کار له امله ورته د ډګرمنۍ نظامي رتبه ورکړل شوه او بالاخر د استخباراتو د عمومي رئیس په توګه وګمارل شو.
په ۱۹۹۰م کال کې نوموړى له جرمني څخه بیرته خپل هېواد ته ستون شو او په «لینن ګریډ پوهنتون» کې يې په نړیوالو اړیکو کې دنده واخيسته.
نوموړی په ۱۹۹۱م کال کې د «پټرسبرګ ښاری تالار» نړیوالو اړیکو د کمېټې رئيس شو، څو کاله وروسته د «پټرسبرګ ښاري حکومت» د مرستیال رئیس په توګه وټاکل شو او پر همدې مهال يې له يادې دندې څخه څخه استعفا وکړه.
تر استعفا وروسته په ۱۹۹۶م کال کې، پوتین له خپلې کورنۍ سره مسکو ته ولاړ او هلته د ولسمشری ملکیت د تنظیم رئیس وټاکل شو، په همدې کال د ولسمشری اجرائیه رئیس د مرستیال رئیس دفتر او کنټرول رئیس په توګه وګمارل شو.
نوموړي د یاد هیواد اجرائیه ریاست لومړنى مرستیال هم وټاکل شو، په همدې کال کې نوموړي د فدرالي امنیتي خدماتو رئیس په حیث دنده پیل کړه، چې وروسته د روسیې فدریشن امنیت شورا د منشي په توګه وګمارل شو.
په ۱۹۹۰م کال کې نوموړى له جرمني څخه بیرته خپل هېواد ته ستون شو او په “لینن ګریډ پوهنتون” کې يې په نړیوالو اړیکو کې دنده واخيسته.
نوموړی په ۱۹۹۱م کال کې د “پټرسبرګ ښاری تالار” نړیوالو اړیکو د کمېټې رئيس شو، څو کاله وروسته د “پټرسبرګ ښاري حکومت” د مرستیال رئیس په توګه وټاکل شو او پر همدې مهال يې له يادې دندې څخه څخه استعفا وکړه.
تر استعفا وروسته په ۱۹۹۶م کال کې، پوتین له خپلې کورنۍ سره مسکو ته ولاړ او هلته د ولسمشری ملکیت د تنظیم رئیس وټاکل شو، په همدې کال د ولسمشری اجرائیه رئیس د مرستیال رئیس دفتر او کنټرول رئیس په توګه وګمارل شو.
نوموړي د یاد هیواد اجرائیه ریاست لومړنى مرستیال هم وټاکل شو، په همدې کال کې نوموړي د فدرالي امنیتي خدماتو رئیس په حیث دنده پیل کړه، چې وروسته د روسیې فدریشن امنیت شورا د منشي په توګه وګمارل شو.
په ۱۹۹۹م کال کې پوتین د روسیي ولسمشر “بوریس یلتسین” له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او “بوريس” وروسته له ولسمشرۍ څخه تېر او پر خپل ځای یې پوتین ولسمشر اعلان کړ. د ۲۰۰۰م کال د مارچ میاشتې د ټاکنو په ترڅ کې پوتين ولسمشرۍ ته لار پيدا کړه او ولسمشر شو.
نوموړي په ۲۰۰۸م کال کې د ولسمشرۍ په ځانګړي امر لومړى وزیر شو او په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې یو ځل بیا ولسمشر شو او تر دا مهاله د روسيې ولسمشر دى.
شخصي ژوند:
پوتین په ۱۹۸۳م کال د جولاى په ٢٨مه نېټه له لیدمیلا شکربنیا سره واده وکړ او درې کاله وروسته یاده جوړه د دوو لوڼو خاونده شوه، چې یوه لور يې ماریا او بله یکترینا نومېږي. له واده سره سره پر ولسمشر پوتين باندې د يو شمېر نامشروع اړيکو تور هم و، خو نوموړي ياد تورونه بې بنسټه بلل، بالاخره پايله دا شوه، چې پوتين له خپلې مېرمنې سره د يو ځاى ژوند تېرولو پر شا شو او دواړو په ٢٠١٣ مېلادي کې يو بل ته طلاق ورکړ.
دا مهال د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړې پانګه “٧٠” بيليونه ډالر اټکل شوې ده.
بدلون اوونیزه/ لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴