تاند- د افغانستان د حکومت ځینو مخالفو سیاسي ايتلافونو او ګوندونو هغه راپورنه رد کړل چې وایي، د دوی له لوري د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان معرفي شوي دي.
د ملي ایتلاف ویاند سید اقا فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته وویل، د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو شورا هره اونۍ غونډه کوي، خو تراوسه په یوه کاندید نه ده سلا شوې.
سانچارکي دا خبره وروسته له دې وکړه چې یو شمېر رسنیو د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا د څو غړیو له قوله وویل چې کاندیدان یې شورا ته معرفي کړي دي.
دا شورا له ۲۲ ګوندونو او سیاسي ايتلافونو جوړه ده.
د حق او عدالت ګوند د مشرتابه شورا غړي اصف اشنا پرون وویل چې د همکارۍ شورا له شاملو ګوندونو څخه تراوسه پوري د احدي په مشرۍ افغان ملت ګوند، د عبدالله په مشرۍ ملي ايتلاف او حق او عدالت ګوند خپل کاندیدان معرفي کړي دي.
د نوموړي په وینا انوارالحق احدي د افغان ملت له لوري، عبدالله عبدالله د ملي جبهې له خوا او محمد حنیف اتمر د حق او عدالت له لوري د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د کاندیدانو په توګه د ګوندونو د همکارۍ شورا ته ورپېزندل شوي او نور ګوندونه به هم په راتلونکو څو ورځو کې خپل کاندیدان معرفي کړي.
خو د حق او عدالت ګوند ویاند حمیدالله فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل چې دې شورا هڅې تېزې کړي څو د روژې تر پایه د جمهوري ریاست لپاره پر یوه کاندید موافقه وکړي.
فاروقي دا خبره رد کړه چې ګنې د دوی ګوند یا نورو خپل کاندیدان معرفي کړي دي.
ویل کېږي چې د همکارۍ په شورا کې د شاملو ګوندونو په منځ کې اختلاف سبب شوی چې پر ګډ کاندید سلا ونه کړای شي.