تاند- افغان امنیتي ځواکونو د هلمند د مرکز لشکرګاه ښار له څنډې څخه وسله وال طالبان په شا وتمبول.
وسله والو طالبانو لشکر ګاه ته څېرمه د باباجي سیمه د سې شنبې په ورځ ونیوله او له هغه ځایه یې ښار ته خطر پېښ کړی و.
د باباجي سیمه د ښار له مرکزه ۱۲ کیلومتره لېري ده.
د هلمند چارواکو او د کورنیو چارو وزارت وویل چې د باباجي په سیمه کې وسله وال سرزوري ځپل شوي او د هغوی پر ضد عملیات نورو سیمو ته غځول شوي دي.
د لشکرګاه اوسېدونکو وویل چې د ډزو ږغ یط اورېده خو دوکانونه او کاروبار په عادي حالت کې روان و.
د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو اکثره افغانان بېرولي او د راتلونکي په وړاندې بې باوره شوي دي.