عبدالهادې ملا

چي نه بنګ او نه شراب وي

چي نه چنګ او نه رباب وي

نه ساقي ، نه مکیزونه

نه مطرب، د سوز سازونه

نه ترخه پیاله د نار وي

نه خواږه کاته د یار وي

نصیحت نه دی ناصحه، دا خو جوړه خودکُشي ده

دا خو ځای د میني نه دی، د ژوندو مړو وطن دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ملاجانه! ژوند خو رنګ دی

بدرنګیو سره جنګ دی

یو څه مینه د یارانو

څه نفرت له رقیبانو

څو سجدې له کیفه ډکي

څو وعدې په کلکي

ژوند مستي ده او خمار دی ، مرګ بې وسه بې هوښي ده

یو شمال د سره سالو دی ، بل جنجال د سپین کفن دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

رب خو مینه ده احساس دی

په اسرو کله خپلیږي

لمونځ حضور دی او اخلاص دی

په دُرو کله زده کیږي

ثواب لڅ سو ګناه پټه

د ایمان کډي باریږي

(په زور کلي نه جوړیږي!) د آدم خټه وحشي ده

ملا سد دي پښو ته تللی ، ستاد (سرله پاسه تن) دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

فرشته نه ده ، انسان دی

نه یزدان دی ، نه شیطان دی

څه ثواب دی ، څه ګناه ده

لږ ژړا ده ، لږ خندا ده

بغاوت دی او توبه ده

دا د نار (!) او نور (!) قصه ده

بې ستري خوی د ابلیس دی ، آدم ټول پرده پوشي ده

د عزت وزن یې ساته ، چاریک نه دی پوره من دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا د پلار مینځه خو نه ده

دا دي خور ده دا دي مور ده

ستا د مور غلام خو نه دی

دا دي پلار دی دا دي ورور دی

لږ په مینه یې سامبال کړه

لږ د خدای د نظر خیال کړه

(اقتدار) یو (امانت ) دی ( زمانه ازمایښتي ده )

پښتنو !زخمي یې مه کړی ، هزاره خو هم بدن دی

بدلون اوونیزه/لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *