پنځه میاشتې وړاندې ملي یووالي حکومت د دفاع په وزارت قراردادونو کې د شته فساد د جرړو د ایستلو لپاره یو پلاوی وګوماره چې بلاخره دغه پلاوي خپلې څیړنې د څلورو میاشتو په جریان کې بشپړې کړې.
د یاد پلاوي مشر حمیدالله فاروقي ویلي چې دوی ۵ میاشتې د ملي دفاع وزارت د ۱۱ قراردادونو په اړه څيړنه کړې او په خپل راپور کې یې نږدې ۴۰ تنه د قانوني سرغړونو، د اصولو د ماتولو او اداري فساد په تور نومولي دی.
دا راپور ۴۰۰ مخه دی.
دا یو ښه اقدام او ښه څیړنه ده، ځکه د نړیوالو شرط یو دا هم دی، چې په اداراتو، وزارتو، ریاستونو او نورو بیلابیلو برخو کې باید شته فساد له منځه یوړل شي.
له دې وړاندې که په دې برخه کې نه وي، خو په نورو برخو کې پخواني حکومت هم داسې څیړنې کړي، عاملین یې معلوم شوي، خو بیرته پریښودل شوی دی، چې سبا بیا همدوی خپل هغه پخوانی فساد دوه چنده کړی دی.
ځکه هغوی په دې پوهیدل چې څه چې کووم، څوک یې رانه ځینې پوښتنه نه کوي، نو ولې به فساد نه کووم.
خو که چیرته اوس هم په داسې حال کې چې په یوه وزارت کې د فساد په اړه ۵ میاشتې څیړنه وشي او دا بیا پایله ونه لري، نو دا پنځه میاشتې خواري هم هسې لاړه او ورسره د نړیوالو او هیوادوالو باور یې هم پر ځان کم کړ.
ځکه دلته چې هر حکومت په ډیره وړه سطحه باندې هم کومه د هیواد پر ګټه ګام اخیستی، خلکو یې هر کلی کړی دی او خپل باور یې دولت ته ورکړی دی.
نو باید دا مسله همداسې پرې نه ښودل شي.
اوس که یوازې د دفاع وزارت په قراردادونو کې د څیړنې خبره کیږي، ډیر فسادونه به ورسره راوځي، ځکه دا به معلوم شي، زموږ هغه سرتیری چې په اچین کې داعش یې نیسي سر ترې پرې کوي او لامل یې هم دا وي، چې وسله ورته نه رسیږي، کومک ورته نه رسیږي او نور… ولې ورسره داسې کیږي؟
ایا په قراردادونو کې هغه وسلې او نور تجهیزات چې دې امنیتي ځواکوونو ته باید ورکول شوی وی، ور رسیدلي دي او کنه، ایا هغه وړ کس چې د امنیتي ځواکونو مشري وکړي، هغه شته او کنه؟
ددې فساد عاملین که چیرته مجازات کیږي نو:
۱- نړیوال به د ملي یووالي پر حکومت باوري کیږي او دا اعتماد به پرې وکړي، چې زموږ مرستې فساد کیږي نه بلکې پر خپل ځای لګیږي.
۲- هیوادوال به دا احساس وکړي، چې اوسنی حکومت که زموږ پر رایو راغلی او که هر ډول دی، فساد نه پریږدي، زموږ هیلې ژوندۍ کوي، ځکه د فساد له امله زموږ هر هیوادوال د دندې نه بې برخې شوی دی او نورې ستونزې یې ورته زیږولي دي او اوسنیو هر دول ناخوالو لامل هم دی.
همدارنګه وروستیو کې هغه ناهیلي چې ولس له حکومت نه پیدا کړې ده، هغه به ورسره لږ کمیږي.
۳- نورې ادارې او اشخاص چې د هیواد د چارو په نورو برخو کې فساد کې یوه ډول سره لاس لري، له ځانه سره به یوه ویره پیدا کړي او لږ تر لږه پر فساد کولو به په زړورتیا سره ور نه شي.
۴- حکومت به د خپل ځان پر وړاندې مقاومت کوونکي راکم کړي، ځکه که اوس د دفاع وزارت په قراردادونو کې ۴۰ تنه د بیلابیلو سرغړونو فسادونو له امله محاکمه کیږي، دوی کې به خامخا لوی مفسدین هم وي او دا چې د دا ډول خلکو مخه نیول کیږي، د فساد هغه دیوال چې له همدغو خلکو جوړ دی، دا به راکم شي، وبه نړیږي او ارادې به وبایلي.
۵- هغه خبرې چې ولسمشر او دده حکومت وړاندې کړي دي، کارپوهان او خلک به دا درک کړي، چې ددوی ژمنې یوازې لفظې او په خبرو سره نه خلاصه کیږي، بلکې دوی عملي خلک دي.
خو انشاالله پر ولسمشر محمد اشرف غني باندې باوري یو چې دی به دا مسله ښه څیړي او عاملینو سره به قانوني چلند کوي.
ځکه خپله و لسمشر غني یو محاسب سړی دی، حساب ورکوي او حساب غواړي، نو که چیرته له دغو ۴۰ تنو او نورو هغو کسانو ځینې چې په فساد کې لاس لرلی وي، اوس به د حساب تلې ته ودریږي او قانوني چلند به ورسره کیږي.