د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي په دې ولایت کې دبېلابېلو رسنیو استازو سره په مشورتي ناسته کې وویل:موږپه دی اصل باوري یو چې رسنۍ کاملاً بی پرې دی او دچا په تله کې کاڼي نه اچوي،اوهمدغه اصل دی چې رسنیوته په هرځای کې دفعالیت موکه برابروي،اوبل اصل دبیان ازادۍ ده چې دولت ورته پام کړی اودغې اصل ته ژمن پاتې شوی دی،له دی امله ده چې تیر ته په کتو رسنیو د پرمختګ یون پیل کړی اوکوي يې.
ښاغلي کلیمزی وویل: ژورنالستانو په هرډول بدو حالاتو کې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړی او تر ډیره یې هڅه کړې چې دهېواد ملي ګټو،اسلامي او کلتوري ارزښتونو او ولس ته ژمن پاتې شي.
معلوماتو لاس رسی دهر افغان حق دی او دولتي ادارې مکلفې دي چې دخپلو کړنو په اړه ولس ته په خپل وخت معلومات وړاندې کړي نوموړي ژورنالستانو د وړاندیزونو په برخه کې وویل چې ډیر ژربه په دې ولایت کې ځانګړې رسنیز دفتر یا پریس کلب پرانیز ي څو ژورنالستان په اسانۍ سره په خپل وخت کره او دقیقو معلوماتو ته لاس رسې ولري،اودمصونیت برخې ته یی هم ځانګړی پام شوی دی په دغه ناسته کې ژورنالستانو او درسنیو مسوولینو هم دهمغږۍ په پیاوړتیا ،درسنیز مرکز پرجوړیدو او دولتي مسوولینو له لوري په خپل وخت د کره معلوماتو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند