تاند- د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ نړیواله مسابقه پیل شوې ده.

پچه زمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي. تراوسه پوري زیمبابوې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۱۱ اوورونو کې ۲۹ منډې کړي دي.

د زیمبابوې دواړه لوبغاړي دولت ځدراڼ سوځولي.

لومړۍ او درېمه مسابقه زمبابوې ګټلي خو دوهمه افغانستان ګټلې ده. که نننۍ مسابقه زیمبابوې وګټله نور د پنځه ورځنیو سریز یا لړۍ یې ګټلې ده. خو که افغانستان وګټله، پنځه مسابقه به د دې یو ورځنیو مسابقو ګټونکی معلوم کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې سره ۵ یو ورځینۍ یا پنځوس اوریزې او دوې شل اوریزې مسابقې وکړي.

زیمبابوې د کرکټ د نړیوالې شورا اصلي غړیتوب لري او په لومړی درجه ټیمونو کې حسابېږي.

داسي ښکاري چې د زیمبابوې لوبغاړي تر ښه فشار لاندې وي. تراوسه افغان لوبغاړو ۶ زیمبابوې وال لوبغاړی سوځولي، ۱۴۰ منډې وکړي خو ۴۳ اوور روان دی.

د زیمبابوې د منډو اوسط ۳ اعشاریه ۲۳ دی چې خورا لږ ښکاري.

رشید خان ۲ لوبغاړي سوځولي. په ۱۰ اورونو کې یې ۳۷ منډې ورکړي. امیر حمزه یو سوځولی، په ۱۰ اوورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړي خو دولت ځدراڼ په ۵ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړي خو ۲ لوبغاړي یې سوځولي دي.

محمد نبي په ۹ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړي او یو لوبغاړی یې سوځولی دی.

اوس ۲ اوورونه پاتې دي. زیمبابوې ۱۸۱ منډې کړي، ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

زیمبابوې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۵۰ اورونو کې ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو بیټنګ یا توپ اچونه
د افغان لوبغاړو بیټنګ یا توپ اچونه

د دې لوبې پایله به همدلته خپره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *