خبرپاڼه
نېټه05.05.1391
کندهار افغانستان- په کندهار کي د پوليسو له خوا د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي د ګرځنده ټليفونو يوه غير قانوني دستګاه نيول سوې چي د هري ورځي په اوږدو کي يې د عامو خلکو له سيم کارټونو څخه ٥٦٦٦ ډالره غلا کولې.
ياده دستګاه چي د کندهار د هوايي ډګر د هوايي لوا د قوماندان جنرال عبدالرازق شېرزي د زوی فريد شېرزي په مېلمستون کي موندل سوې تر اوسه يې په تړاو يو تن د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا نيول سوی او د نورو د نيولو په اړه پلټني رواني دي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چي دغه غير قانوني دستګاه د تېرو شپږو مياشتو راهيسې په هوايي ډګر کې فعاليت کاوه. هغه زياته کړه، چې ددغه دستګاه څخه هر مياشت د عامو خلکو له سيمکارټونو څخه نږدې يولک او اتيا زره ډالره په جعل او غلا سره اخيستل کېدې.
د امنيت امر وويل، چې دغه دستګاه يې د مخکنيو معلوماتو پر بنسټ او د جي پي ايس په مرسته کشف کړې ده.
دې ته ورته درې ځلنه نور هم په کندهار کي د سيمکارټونو او له ټليفوني شبکو څخه د غلا او جعل کارۍ دستګاوې نيول سوي خو دا لومړی ځل دی چي د لوا د قوماندان په مېلمستون کي د غلا او جعل کارۍ دستګاه کشفېږي.