تاند- یوې ځانوژونکې حملې، چې پرون په بلوچستان ایالت کې وشوه د ۶ ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰ تنه ووژل.
چارواکي وايي چې دا ځانوژونکې حمله د بلوچستان له مرکز کوټې ښاره شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لېري په (سیوۍ) سیمه کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې وشوه.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر سرفراز بُګټي وویل چې ځانوژونکی داسي مهال جومات ته ننوت چې شیعه ګانو تر عاشورا مخکې غونډه لرله.
د بُګټي په وینا په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
ده وویل چې ځانوژونکي، چې یو سړی و، د ښځو چادري پر سر کړې وه.
په ترافیکي پېښه کې ۱۴ تنه مړه او ۴۷ ژوبل شول
پاکستاني چارواکي وايي چې نن /پنجشنبه/ د دغه هیواد په مرکزي برخه کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۴ تنه مړه او ۴۷ نور ژوبل شول.
بس، چې ډېر تېز روان و، د ملتان ختیځ لور ته ۹۰ کیلومتره لېري میاچنو (میان چنون) ښارګي ته نژدې چپه شو.
د پولیسو په وینا اووه سپرلۍ د پېښه په ځای کې مړې شوې او ۷ تنه نورو په روغتون کې ساه پرې کړه.