په میدان وردګو ولایت کې یو سپورټي کمپلکس تر جوړېدو وروسته نن په یو لړ مراسمو کې پرانستل شو.
د لوبو دغه کمپلکس چې د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې په دولس جریبه ځمکه کې د یو ایس آی ډي ادارې په دوه سوه اته څلويښت زره څلور سوه دوه دېرش امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی ،نن پرانستل شو.
د وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم په دغه کمپلکس کې د بېلابېلو لوبو لپاره د لوبغالو سربېره،چمن،د اوبو زیرمه،خونې، د نندارې ځایونه،پلې لارې،لمریزه برېښنا،تشنابونه او ځیني نور ضروري ملحقات شامل دي .
د کمپلکس د پرانستې مراسمو کې چې د دغه ولایت ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو برخه درلوده،د میدان وردګ والي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د لوبو د دغه کمپلکس پر جوړېد سربیره یې په میدان وردګ ولایت کې یو بل جمنازیم او د کرکټ د یوه لوبغالي جوړېدل په پلان کې دي.
ده زیاته کړه : ځوانان باید د دغه ولایت ټولو پارکونو او لوبغالو څخه په ښه توګه د استفادې اخیستلو ترڅنګ له دغو څخه ښه ساتنه هم وکړي، څو د دوی په سیمه کې د تفریحې او لوبو ځایونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او ځوانان تر ډېرو پوري ترې کار واخلي.
د میدان وردګو ولایت ښاروال ښاغلي انجینر محمود امیري د خپلو خبرو پر مهال د یو ایس آی ډي له مرستې څخه چې د دغه کمپلکس په جوړېدو کې یې کړې وه، مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په ښه توګه به ترې ساتنه وکړي.