د کلیوال ملګري ټولنې د اونیزو ناستو په دوام سبا شنبه (د لړم ۲مه نېټه،۱۳۹۴) په ۵۶مه غونډه کې به تکړه لیکوال او فرهنګپال ښاغلي محمد یار(یار) د ویډیو لینک له لارې د (زغم) په اړه د غونډې برخه والو ته لیکچر ورکوي.
له ټولو غزني مېشتو فرهنګپالو او ادب له مینه والو په خورا درنښت هیله کیږي چې په دې غونډه کې له موږ سره ګډون وکړي.
درک : نثار روغتون ته څېرمه،د کلیوال ملګري ټولنې دفتر ،غزني
اړیکه : ۰۷۲۹۰۵۲۵۲۵