تاند- د ایرنا د راپور له مخې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په باب خبرې وکړې.

دواړو خواوو د پنجشنبې په ورځ په خپله کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د امنیتي تړون په باب، چې مسوده به یې تر راتلونکې هجري شمسي میاشتې پوري بشپړه شي، خبرې وکړې.

د جمعې په ورځ د افغانستان یو امنیتي او اقتصادي پلاوی ایران ته لاړ چې د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیت او اقتصاد په برخو کې دوه اړخیزې موافقې تایید کړي.

افغانستان او ایران په بېلابېلو برخو کې د اوږدمهالو همکاریو د پراختیا لپاره د ګډې همکارۍ د موافقې د لاسلیکولو پرېکړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *