تاند- د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه نن (شنبه) په وروستۍ نړېواله یو ورځنۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

دا مسابقه د دواړو ټیمونو لپاره د دې لپاره زیاته مهمه ده چې ګټونکی یې د پنځو یو ورځنیو مسابقو د لړۍ یا سریز بریالی ټیم ګڼل کېږي.

په تېرو څلورو مسابقو کې دوې زیمبابوې او دوې افغانستان ګتلي او په دې ترتیب دواړه ټیمونه تراوسه مساوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس نسیم الله دانش، چې له خپل ټیم سره زیمبابوې ته تللی، ډېر هیله من دی چې افغان ټیم به نننۍ مسابقه هم وګټي.

دانش وايي چې د زیمبابوې د لوبغاړو روحیه مړاوې شوې او د افغان لوبغاړو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسوول فرید هوتک هم هیله څرګنده کړه چې پنځمه مسابقه هم افغان لوبغاړي وګټي.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د پنځوس اوریزو سیالیو پر دې لړۍ سربېره دوه شل اوریزې لوبې هم وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *