لیکوال: ډاکتر شیخا سیتا – د انساني علومو استاد

بهوپال – هندوستان 

ژباړونکی: محمد عارف رسولي

لنډیز:

هند د نړۍ یو مخ پروده هیواد دی چې خورا زیات انساني زیرمې لري خو سم په کار نه دي اچول شوې. ځوان نسل یې پوره وړتیا لری او د لمس وړ سلنه د دې ځوانانو د کار فرصتونه هم ترلاسه کوي. خو د منځنۍ کچې کسان یوازې د کارموندنې خوبونه ویني او بیکاره دي. کارورکوونکي خوښوي چې هغه کسان په کار وګوماري او ارتقا ورکړي چې وړتیا لرونکي، اخلاقي، د خپل ځان مدیریت کوونکی او د ښو نرمو مهارتونو خاوندان وي. سخت یا تخنیکي مهارتونه او تجربه  په ننيو کارپورشنونو او لویو سازمانو کې د داخلیدو او پرمختګ لپاره بس نه دي. د نرمو مهارتونو د دې زیات اهمیت سره سره ډېری تعلمیي نهادونه زړه نازړه دي چې د نرمو مهارتونو تریننګ په خپل کریکولم کې ځای کړي. د فارغانو د کارموندنې وړتیا یوه جدي مسئله شوې ده. ادیبرت، او جمز د نرمو مهارتونو په اهمیت باندې د کارموندنې، د کار د ساتلو او په کار کې د پرمختګ لپاره تاکید کوي ځکه نرم مهارتونه لکه رهبري، اړیکې نیول، ټیم جوړول، او د آنترپرینیورشپ (د سنجول شوي خطر قبلولو) وړتیا د کار موندلو او لوړو پوړیو ته د رسیدو لپاره اړین شوي دی، (ادیبرت او جمز ۷۲).

کارموندنه ممکن په زده کړیالانو کې د ځینو مهارتونو په ځایولو کې ترلاسه شي لکه: د ځان مدیریت، اړیکه نیول، د خلکو او کارونو مدیریت، د بدلون او نوښت تنظیم او نور. دغه مضمون یوه هڅه ده ترڅو د کوریکولم په پروګرامونو کې د نرمو مهارتونو په ځایولو باندې، د نرمو مهارتونو د موخو په برجسته کولو او د درس ورکولو د ډول ډول میتودونو په کارولو باندې تاکید وشي.    

کلیدي لغتونه: نرم مهارتونه، د ټریننګ پروګرام، د شخصیت وده، ماجل، میتود

  1. سریزه

په اوسنۍ نړۍ کې، چیرې چې ترټولو د قوي د ژوندي پاته کیدو قاعده رواج لري، اړینه ده چې سړی خپل تخنیکي مهارتونه تیز کړي، او لازیاته مهمه داده چې خپل نرم مهارتونه هم زده او غښتلي کړي. تخنیکي مهارتونه زده کیدلای شي، په کار اچول کیدای شی او کچه یې ټاکل کیدای شي. خو همدا خبره د نرمو مهارتونو په هکله نشي کیدای. نرم مهارت د یوه کس د احساسی زیرکتیا (EQ) لپاره یو ټولنیز عبارت دی. هغه په هراړخیره توګه داسې تعریفیدلای شي چې یوه ذاتي ځانګړنه ده کوم چې د یوه کس شخصی چلند، په وظیفه او مسلک کې د لوړتیا څرنګوالی پرمخ بیایي. که هغه مخامخ له مشتریانو سره معامله وی یا ان چې په غیر مستقیمه توګه په تیلفون او ایمیل باندې اړیکه نیول وي، د کارکوونکو وړتیا په نرمو مهارتونو کې د یو کس او د سازمان بریالیتوب ترلاسه کوي.

 نو ځکه نرم مهارتونه د یو کس د سختو او یا تخنیکي مهارتونو د ښودلو لپاره اړین دي؛ دواړه داسې په نظر کې نیول کیدای شی چې د یوې سیکې دوه مخونه دي – یو بیله بله کوم تاثیر نلري. د سربي ریچارد (۲۰۰۳) په اند د نني کاروبار او تجارت غوښتنې داسې دي چې هغوي په داسې کسانو پسې ګرځي چې وکولای شي د خپلو نرمو مهارتونو په مرسته وسازمان ته یې ارزښت ورزیات کړي، او هغه قابلیت ولري چې نرمو مهارتونو ته وده ورکړي او په کار یې واچوي چې د وظیفې د وړاندیز او د نوې کارګومارنې د خوند ترمنځ توپیر رامنځته کړي.

په یوه وظیفه کې د نرمو مهارتونو دې غوښتنو د وظیفو ورکولو او دوام لپاره مسابقه سخته کړې ده. ټول هغه کاندیدان چې غواړي تر خپلو سیالانو یو څه لوړوالی ولري ورڅخه هیله کیږي چې خپل نرم مهارتونه تازه کړي. دا نظریه د هویت شان (۲۰۰۸) په واسطه کره شوې ده چې، کارورکوونکي نرمو مهارتونو ته ارزښت ورکوی ځکه چې هغوی د وظیفې د سرته رسولو په هکله همدومره ښه معیار دی لکه چې د وظیفې د وړتیا دودیزه معیار ښه دی. له دې کبله د نن ورځې مسلکي کسان اړتیا لري ترڅو د خپل دودیزې پوهې ترڅنګ د نرمو مهارتونو لوړه کچه ولري ترڅو د نن زمانې په رقابتي دوره کې بریالي شي. په هغوی کې د نرمو مهارتونو د ښه ځای په ځای کولو لپاره هغوی باید داسې زده کړه وکړی شي چې په کریکولم کې یې شامله وي. دا به په نوبت سره له دوی سره مرسته وکړي چې خپل تکمیل شوی شخصیت او تیاری اصلاح کړي ترڅو ورته په نني کاروباري او تجارتي دنیا کې د قدر وړ کوم پست پیدا کړي. د مسلکي وړتیا وراخوا او په کومه ساحه کې د خاصې پوهې نه علاوه، د نن مسلکي کسان اړتیالري چې د نرمو مهارتونو لوړه کچه ولري ترڅو په اوسنۍ زمانه کې چې دمسابقې وخت دی بریالي شي. سخت یا تخنیکي مهارتونه د یو کس په بریالیتوب کې یوازې ۱۵٪ سلنه برخه لري او پاته ۸۵٪ سلنه بیا د نرمو مهارتونو ونډه ده (Watts M and Watts R. K, 2008). له دې سره سره چې نرم مهارتونه دومره زیات اړینتوب د نن زمانې له کاروباري او تجارتي کارونو سره لري خو تر اوسه ځینو تعلیمي نهادونو په خپلو کریکولمونو کې نرم مهارتونه نه دي داخل کړي. زیاته اړتیا ده چې د نرم مهارتونو تریننګونه د هغوی په کریکولمونو کې شامل شي ترڅو د اړتیا وړ ځای پکې ومومي.

  1. تعریف

نرم مهارتونه په حقیقت کې د خلکو مهارتونه یا د یو کس ځانګړي مهارتونه دي. د هیویټ شان (۲۰۰۸) په نظر نرم مهارتونه: غیر تخنیکي، د لمس وړنه او د کوم کس ځانګړي مهارتونه دي، کوم چې د افرادو قوت د رهبر، غوږ نیوونکي او مذاکره کوونکي، یا د شخړې او منازعې د منځګړي په توګه ټاکي. نرم مهارتونه د تخنیکي پوهې او مهارت نه زیات د خاصیتونو، توانمندۍ،  روشونو اوکردارونو ټولګه ده (توبین، ۲۰۰۶).

په پوردو پوهنتون کې د کاري فرصتونو مرکز نرم مهارتونه داسې تعریفوي چې: د شخصیت د خاصیتونو یوه کتله او ټولګه، ټولنیزې ښکلاوې، د ژبې اسانتیا، شخصي عادتونه، ملګرتوب، او امیدواري دي چې د چا اړیکې له نورو سره ټاکي او موږ هریوه ته  په مختلفو درجو کې ځای راکوي. دهغوی د نرمو مهارتونو په لیست کې: د کار اخلاق، درناوی، په ټیم کې کار، د خپل ځان اداره، په ځان باور، شته اصولو ته غاړه ایښودل، او د ژبې او خبرو وړتیا شامل دي. نرم مهارتونه له سختو مهارتونو توپیر لري. نرم مهارتونه وهغو تخنیکي او سختو مهارتونو ته چې کوم کس یې ترلاسه کوي زیات ارزښت ورزیاتوي. مارتین کرول (۲۰۰۸) تبصره کوي چې سخت هغه مهارتونه دي چې کیدای شي ستاسو په سوانحو کې به څرګندیږي خو نرم مهارتونه بیا د شخیت د خواصو، ټولنیزو ښکلاوو، ځاني عادتونو، ملګرتوب او هیله من اوسیدلو ټولګه دي. نرم مهارتونه د سختو یا تخنیکي مهارتونو ځاي ناستي نه دي، بلکه هغه د همغږي کوونکو مهارتونو په څیر عمل کوي کوم چې مرسته کوي چې د ډېرو موثرو لاسته راوړنو شرایط ان په ښو سختو مهارتونو لرونکو خلکو کې راخلاص کړي.

زیات شمیر خلک په موسساتو او سازمانونو کې نن په دې اند دي چې د خلکو توان چې په خپلو احساساتو پوه شي او مدیریت یې کړي دا دهغو کړنې او اجراآت، له همکارانو سره همکاري او له مشتریانو سره چال چلند اصلاح کوي.

  1. د نرمو مهارتونو د ودې اړتیا

تخنیکي او په وظیفه پورې تړلي مهارتونه درلودل حتمي دي خو په وظیفه کې لوړو پوړیو ته د پورته تګ لپاره کافي او بس نه دي. نرم مهارتونه په اوسني تجارتي وخت کې یو ډېر مهم رول لوبوي. نن په ټولنه کې یو غټ شمیر وړتیا لرونکي خلک شتون لری چې کار لټوي او د دوي په منځ کې د وظیفې د ترلاسه کولو او په هغو کې د دوام لپاره مسابقه هره ورځ سختیږي. د دې لپاره چې په خپلو سیالانو لاسبري شي هغوی بل چانس نلري مګر دا چې د نرمو مهارتونو په مرسته وخپلو سختو مهارتونو ته ارزښت ورزیات کړی ترڅو هغوي خپل رښتینی ممکنه وړتیا او پوتنسیال وښیي. که څوک پرمختللي نرم مهارتونه لري نو هغه به په یقیني توګه وتوانیږي چې د نورو کار لټوونکو په منځ کې ځان ممتاز وښیي.

په پوهنتون او کالج کې د نرمو مهارتونو د شاملولو په هکله تکر او یاست (۲۰۰۲) ولیکل چې محصلین ټریننګونو ته اړتیا لري ترڅو د ټیم موثر غړي شي. کارورکوونکي زیات وختونه ګوري چې د بزنس په فارغانو کې د جمعي یا ټیم رهبرۍ ښه مهارتونه نشته. په ورته توګه، د کنل او نورو په نظر (۲۰۰۷) کار ورکوونکي تل د داسې بشري قوې غوښتونکي دي چې په خلاقیت او ابتکار، اړیکو نیولو مهارتونو او په کلتوري مسئلو کې غنی او بډایه وي.

په هند کې د مهارتونو ملي سروې (۲۰۰۳) خبر ورکړ چې کار ورکوونکي د نرمو مهارتونو کمبود ګوري، د اړیکو نیولو، په ټیم کې کار، په مشتري باندې تمرکز، او ځواب وینه تر سختو یا تخنیکي مهارتونو زیات مهم بولي (واتکینس، ۲۰۰۴). کمزوري نرم مهارتونه لکه د اړیکو نیول یوه منفي انګیرنه او تاثر د کار ورکولو په بهیر کې د کار ورکوونکو په منځ کې پیدا کوي او ممکن یو هغه فارغ چې ښه تخنیکي مهارتونه لري د کار ورکولو څخه وباسي ( پاوو او نور، ۲۰۰۶). 

  1. د نرمو مهارتونو د تریننګ پروګرام – یوه بنسټیزه اړتیا

نن سبا د نرمو مهارتونو کمښت د تخنیکي مسلکي فارغانو د کم استخدام د کچې یو لامل دی. که څه هم رښتیا ده چې په انسانانو کې د نرمو مهارتونو د میشته کولولپاره په ډېر کم عمر کې په کور کې اړتیا ده خو د نرمو مهارتونو تریننګ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هم له پامه نشي غورځیدلای. په ټولیزه توګه، په هرځای کې د نرمو مهارتونو د ځایولو موخه داده چې یوه پراخه لړۍ د مهارتونو، لکه په ځان ویسا، د مذاکرې مهارتونه، د اړیکو نیولو مهارتونه او هغه مهارت چې وکولای شي له نورو کسانو سره اړیکې منځته راوړي او وده ورکړي. نرمو مهارتونو ته د هغو توانمندیو په سترګه کتل کیږي چې د یوه کس په ځان او شخصیت کې اخشل شوي وي. وړتیاوې په هریوه کس کې تریوې ټاکلې کچې شتون لري. خو که دا مهارتونه استعمال نشي، یا هغه کس چې دا مهارتونه لري ورنه خبر نه وي نو هغه به هیڅکله ونه تونانیږي چې له خپلو ذاتي مهارتونو څخه ګټه پورته کړي. د نرمو مهارتونو د تریننګ د هر پروګرام موخه داده چې هغه خنډونه لیري کړي چې خلک نه پریږدي له خپلو مهارتونو څخه ګټه واخلي. د نرمو مهارتونو تریننګ به یو کس له خپلو شته پټو مهارتونو او توانمندیو خبر کړي او هم به هغه د دې کس د سراسري پراختیا او بریالیتوب لپاره تصفیه کړي. هر یو کس د نرمو مهارتونو له تریننګ څخه ګټه پورته کولای شي بیله دې چې دهغه ذاتي مهارتونه په نظر کې ونیول شي.

  1. د نرمو مهارتونو د تریننګ د پروګرام موخې

داسې پروګرامونه موخې دادي ترڅو محصلان وکولای شي چې:

  1. د موثرو اړیکو نیولو مهارتونو ته وده ورکړي،
  2. د موثر پریزینتشن ورکولو مهارتونو ته وده ورکړي،
  • ترڅو وکولای شي چې د موثر کاروبار د اړیکو ټینګولو توان ومومي او د تشبثاتو داسې راپور تیار کړي چې پایلې ولري.
  1. ترڅو د خپل ځان او د ټیم د ادارې، او د رهبرۍ مهارتونه ښه زده کړي او دهغو په پایله کې په ځان ویسا لرونکي کسان شي.
  2. د یوه پاخه نړۍ لید په مټ د هر راز شرایطو لپاره خپل شخصیت ته وده ورکړی تر څو په ډول ډول حالاتو کې موثر کار وکړي.
  3. د خپل مسلک او وظیفې لپاره پلانونو ته وده ورکړی، د په کارګومارلو مارکیټ وارزوي، هغه سازمانونه چې کیدای شي پکې کار ومومی وپیژني، د هغه سازمان غوښتنې او خپل مهارتونه سره پرتله کړي.
  • په موثره توګه د کارورکوونکي د انتخاب د طرزالعملونو د روښانتیا په غونډو کې برخه واخلی
  1. نرم مهارتونه او د شخصیت وده

د نرمو مهارتونو د تریننګ په پروګرامونو کې تریننګ باید داسې عیار شي چې د ګډون کوونکو خاصیتونه، ارزښتونه، باورونه، هڅونه، غوښتنې، احساساس، لیوالتیا چې زده کړي، هیله من کیدل چې شریک کړي او نوې مفکورې خپلې کړي، موخې لرل، نرمښت، د راتلونکي فکر، دیپلوماسي، او د اړیکو نیولو راز راز بستې، ظاهري بڼه، او لباس ترڅو وتوانیږي چې په هر حالت کې په هوښیارۍ او مسؤلیت سره چلند ته وده وکړي. نرم مهارتونه هغوي له داخله تقویه کوي. دا مهارتونه هغوی ته توان ورکوي پوه شي چې: دوی څوک دي، او هغوي څنګه ترټولو غوره کولای شي د یوه وړتیا لرونکي کس په توګه په هر حالت کې راووزي.

د نرمو مهارتونو تریننګ دوه برخې لري. (ii)  یوه برخه د نظریاتو، نړۍ لید (Attitude) او کړنو او خاصیتونو (behavior)  په وده کار کوي، او (ii) بله برخه د اړیکې نیولو د مهارتونو(Communication Skills)  په سمولو تمرکز کوی ترڅو له ځانه د روشونو، مفکورو، او خیالونو ښه څرګندونه وکړي. د بریالی کار لپاره په ژبه (شفاهی)، لیکلي، او د خپل روش په مرسته د مفکورو او روشونو یو ځای کول له مناسبو اړیکو نیولو سره خورا اړین بریښي. روشونه او مهارتونه د نرمو مهارتونو یو نه بیلیدونکی جز دی. هر یو په بل اثر کوی او هغه تکمیلوي.

د محصلانو تریننګ باید د هغوی د مطلوبې ژبې په لمړني تست باندې پیل شي تر څو د هغوي وړتیا د موثرو اړیکو نیولو په ساحه کې د ژبې په کارونه کې په دواړو لیکلي او شفاهي ډول وښیي. مفکوره داده چې ګډون کوونکي بلد شي او وپوهیږي چې د مدیر کلیدي دنده داده چې خپله خبره او فکر په روښانه توګه، سیي، او حساس ډول تشریح کړی. د دې لپاره چې غوره پایلې ولري، د تریننګ د پروګرامونو لپاره ماجل (د تریننگ لارښود) باید داسې تیار شي چې زیات تمرکز په لسان (ژبه)، د اړیکو په مهارتونو او د خاصیتونو او عادتونو په مهارتونو باندې وشي.

د شخصیت د ودې لپاره د نرمو مهارتونو تریننګ باید په دریو ماجلونو کې ترسره شي:

۱) د تشبثاتو او کاروبار اړیکې

۲) د عادتونو او چال چلند مهارتونه

۳) د ګروپي بحث او شخصي انترویو په هکله تریننګ

  1. د تشبثاتو اوکاروبار اړیکې: دا لاندې ساحې پکې شاملې دي. د اړیکو نیولو مهارتونه، د ژبې کارونه، مناظرې، د ژبو ګمونه، په حالاتو بحث، سمه لیکنه، د مقالو لیکل، پریزینشنونه. ( د موثر پریزینتشن لپاره تیاري، د وړو او غټو ګروپونو لپاره پریزنتشن، د بازار موندنې او کاروبار پریزنتشن). د کارو بار په ساحه کې اړیکه نیول (د روښانه لیکلو اصول، غوښتنلیکونه، ورځني پیغامونه، میموګانې، راپور لیکل، د مجلسونو او غونډو ترتیبول، د اجندا او د مجلس د مینوټ برابرول، د بزنس اداب، د تیلیفون کولو اداب، د ایمیل کولو اداب).

په پایله کې ګډون کوونکی به زر درک کړي چې په خبرو او لیکلو کې روښانتیا او برلاسی به هغوی ته یو امتیاز ورکړي کله چې په ټولو کچو کې له خلکو سره خبرې او معامله کوي.

  1. د عادتونو او چال چلند مهارتونه: د هر هغه مهارت لړۍ چې د موثر کارکولو په اړه په ځاني وده پورې تړاو لري په دې تریننګ کې شتون لري. ګدون کوونکي اړ کیږي چې خپل قوت او کمزوري درک کړي او د پراختیا په رښتیني معنی پوه شي. دا ماجل لاندې ساحې رانغاړي:

سایکالوجیکي تستونه: د وړتیا، توانمندۍ او د شخصیت ارزونه، د اصلاح لپاره وړاندیزونه.

د ټیم مهارتونه: د ټیم جوړول او رهبري، د ګروپونو وده و ټیمونو ته، د ګروپ خپل منځي بدلیدونکي اړخونه، د رهبرۍ ظهور، د ګروپونو ترمنځ بدلیدونکي اړخونه، د منازعاتو حل، یو په بل تکیه کول، په ټیم د ولاړو پروژو ارزونه.

د وخت مدیریت: د پوریتو اصل، د پارکینسن قوانین، د مورفی قوانین، د کلتر قوانین، لمړیتوب ټاکل، د موخو ټاکل، د وخت موثر مدیریت.

ذات البیني مهارتونه: مذاکرات، د غوږ نیولو مهارتونه، ټولنیز مهارتونه، په جرئت او روښانتیا خپل نظر بیانول، د کلتورونو ترمنځ اړیکې نیول.

درهبرۍ مهارتونه: د رهبرۍ مفهوم، د رهبرۍ سټایل (ډول)، د سترو رهبرانو نظریې.

په پایلکه کې ګډون کوونکي درک کوي چې په وخت کار کول، د  موخو مدیریت، د همکار ټیم مهارتونه، او د غوږ نیولو مهارتونه، د یوه ښه او غوره شخصیت مهم واقعیتونه دي. دخپل ځان په هکله د خبرتیا پروګرامونه د محصلانو شخصیت لوړوي. دغه نرم مهارتونه د بزنس/کاروبار او تشبثاتو په سازمانونو کې زښته زیات ارزښت لري. څرنګه، چې د کارورکولو شرایط زیات سختیږی، ممکنه کارورکوونکي په شخصي خواصو لکه روش او ارزښتونو پسې ګرځي.

  1. د ګروپی بحثونو او شخصي انترویو په اړه تریننګ

مخکې له دې چې محصل له رښتیانۍ انترویوګانو تیریږي، هغوي اړکیږي ترڅو د ګروپي بحثونو او شخصي انترویوګانو له یوې لړۍ تمریني او مشقي جلسو تیر شي. د مسلک په واقعي هیلو او توقعاتو باندې د پوهیدو په موخه محصل ته د ده د کار په هکله غبرګون ورکول کیږي.

هغه دا لاندې ساحې په ځان کې رانغاړي 

د غوراوي پروسه: د غوراوي په پروسه یو اجمالي نظر، د سایکالوجیکي تستونو تمرینونه، موثرې رزومې (تعلیمی او کاري سابقه) لیکل، له تعیناتي مشاورینو سره چلند، ریفرنسونه – څنګه له تیرو او اوسنیو امرانو ماخذونه برابر کړل شي. 

ګروپي بحثونه: مفهوم او تمرین

د انټرویو تخنیکونه: د انټرویو موثر تخنیکونه، مصنوعي انټرویوګانې، د فشار او تشویش انټرویوګانې، بیا کتنه او نظر شریکول.

په پای کې محصلان هیله لري چې اجراکوونکي او ګټور ځایونه د پوهنتون په ساحه کې ومومي. دا چې څنګه محصلانو ته د ځای ورکولو په انټرویو کې مدد معاش ورکول کیږي او څنګه درجه ورکول کیږي په دې اړه لري چې څنګه هغه توانیږي چې د شخصیت د ودې او انکشاف تخنیکونه اومهارتونه په ځان کې پیدا کړي. که هغوی په مکمله توګه دا تخنیکونه راخپل کړي وي، هغوي ښه چانس لري چې ښه ځایونه ترلاسه کړي.

  1. د درس ورکولو میتودونه

د نرمو مهارتونو د درس ورکولو په میتودونو کې باید لکچرونه، پروژې، د رولونو بازي کول، کویزونه، او راز راز نور مشارکتي ناستې شاملې دي. تاکید په زده کړه د عملي کار کولو په واسطه وي. څرنګه چې د ټریننګ میتود تجربوي او زیات مشارکتي دی، ګډون کوونکي او محصلان دا مهارتونه او خواص په کراره او غیر مستقیمه توګه د پروګرام په بهیر کې جذبوي او راخپلوي. ګډون کوونکي او محصلان به نه یوازې دا مهارتونه او خاصیتونه زده کړي بلکه هغوي به دا مهارتونه د څه وخت په تیریدو سره په ځان کې راپیدا او اختیار کړي.

د دې مهارتونو او عادتونو اختییاول او په ځان کې راپیدا کول اطمنان ورکوي چې هغه به د ګډون کوونکي او محصل د طبیعت جز وګرځي. غیر مستقیم بدلونونه د هغوي په کړنو او نړۍ لید کې واقع کیږي او دا به هغوي نور په ځان متکي او باورمند کړي. له دې وراخوا، د کړنو او عادت بدلون به کرار کرار او طبیعي وي او په مصنوعي توګه به راڅرګند نشي. نو بدلونونه به په هغوي کې اصلي او مثبت وي.

  1. د ارزونې طریقه

د نرمو مهارتونو تریننګ یو کریدت لرونکی کورس دی او په هغه کې د محصلانو ارزونه په دوام لرونکې توګه کیږي. په کارونو کې فعاله ونډه اخیستنه، د اړینو مهارتونو او خواصو په لاسته راوړلو کې علاقه، او دهغوي لخوا ژمنیتیا ښودل چې د نظریاتو له اړخه ځان اصلاح کړي د ارزونې عمده معیارونه دي.

د تریننګ د ناستو د موثریت زیاتول د دوه طرفه غبرګون په مرسته صورت نیسي. کله چې اړینه وي، ترینر یوه خاص محصل ته او یا ټول ګروپ ته د هغوي د کړنو په هکله غبرګون ښيي. پخپل وار سره، محصلان هم د تریننګ د ناستو په هکله غبرګون څرګندوي. هغ��ي هڅول کیږي ترڅو خپل وړاندیزونه د شاملو موضوعاتو او د هغو د وړاندې کولو د طریقې په هکله څرګند کړي ترڅو که اړینه وي وخت په وخت په ماجلونو کې د اصلاح په موخه بدلون راشي. استاد به هم و شاګردانو ته دهغوي د قوتونو او د هغو ساحو په هکله چې پراختیا او پرمختګ ته اړتیا ده ورپه ګوته کړي.

  1. پایله

د خلکو په تیره بیا د ځوانانو لپاره په موثره توګه اړیکې نیول او فردي او ځاني مهارتونه د کارموندلو د فرصتونو د زیاتوالي لپاره اړین دي ترڅو هغوي د بزنس او کاروبار په چاپیریال کې بریالي شي. د مسلکي خلکو د موثریت رښتیانۍ کلي د هغوي توانمندي ده چې خپله پوهه د موثر کار په کولو وکاروي. په دې مفهوم کې نرم مهارتونه خورا مهم رول لوبولای شي. د دې لپاره چې په شاګردانو کې نرم مهارتونه پرمخ بوزو او یا دهغو د نرمو مهارتونو خاصیتونه صیقل او تصفیه کړو د کالج په کچه ځینې د تریننګ ماجلونه باید جوړ او پلي شي.

په پای کې، د نرمو مهارتونو پروګرام د توان ورکولو او توانمند کولو په هکله دی. د دې تریننګ پروګرامونو په مرسته شاګردان له هیله منو زده کړیالانو څخه د ځوانو بریالیو مدیرانو او منجرانو مرحلې ته انتقال کولای شي. ځکه دا مضمون په کالجونو او د کار په ځایونو کې د نرمو مهارتونو د تریننګ په اړتیا باندې رڼا اچوي او اړتیا ده چې په شاګردانو کې دا تشه د ورته پروګرامونو په معرفي کولو باندې ډکه شي. دا مضمون ځینې وړاندیزونه هم ښیي ترڅو پورته نوښتونه د زده کړیالانو د  ودې لپاره ګټور ثابت شي او هغوي د اړینو نرمو مهارتونو په مرسته په ځان بسیا شي.

یوځل بیا په دې هیله چې زموږ پوهنتونونه، ادارې او په تیره خپله ځوانان د نرمو مهارتونو ودې ته زیاته پاملرنه وکړي ترڅو هغوي او ټول افغانستان بریالي شي.

————————

په تاند کې د دې ژباړونکې ځینې نورې لیکنې او ژباړې:

د تاریخ سبقونه ، د خپلواکۍ مفهوم، ګټل….. ، مدني فعالیتونه او څرنګوالی یې، د ځمکې ورځ، ځوانان او ټولنیز فعالیتونه، خپل ملي هویت څنګه پیاوړی کړو؟ ، ازادي لاس ته راوړل او ساتل یې، د کتاب لوستلو درې موثر قدمونه، د کابل سیند بیارغونه، ځوانان او ټولنیز فعالیتونه، د ټولنیزو رسنیو سمه کارونه،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *