د افغانستان اوونیزې سرلیکنه –

د عاشورا په پلمه په کابل او نورو ښارونو کې پراخه قومي، مذهبي او سیاسي ننداره روانه وه. بیا پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مرکزونه تړلي وو او بیا په ښارونو کې د خلکو عادي ژوند له ستونزو او خنډونو سره مخ وو. لارې او سړکونه بند وو، کابل ته خلک نه را پرېښودل کېدل او آن پر ناروغانو به د روغتون لارې تړل شوې وې. له بده مرغه له هر څه د ناسمې استفادې په هڅو کې له مقدساتو هم ناوړه استفاده کیږي. کله د شهید د ورځې په نوم او کله د عاشورا د ورځې په نوم داسې کارونه کیږي چې له دغه ورځو سره هېڅ ډول سمون نه خوري. ځینې کسان په دغو ورځو کې ځان له قانون څخه لوړ ګڼي. له دې امله چې حکومت په دغو ورځو کې جدي چلند نه کوي، نو ځینې کسان هر ډول ناقانونۍ ته لاس اچوي. په دغو ورځو کې لارې او سړکونه بند وي، د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخ وي، ددغو ورځو په پلمه کېدونکي کارونه هم داسې وي چې خلک له ستونزو سره مخ کوي او ددې پر ځای چې له غریبو او بې وزلو سره مرسته وشي، هغوی ته نورې ستونزې هم جوړیږي. کله کله خو ډېر خونړي کارونه هم وشي، چې همدا سږ کال د شهید په اونۍ کې ولیدل شول. اصلي او اساسي ستونزه دا ده چې دغو ورځو ته د مقدساتو او په رښتیني معنی د غم او یا د خوشالیو د ورځو په سترګه نه کتل کیږي، بلکې له دې ورځو څخه د سیاسي، قومي او مذهبي نندارې په موخه کار اخیستل کیږي. موږ د افغانستان پر عامو خلکو نیوکه نه کوو، ځکه هغوی هر کال د عاشورا او نورو ورځو په تړاو مراسم لري او سلګونه کلونه دا کار کوي، خو خلکو ته ستونزې نه جوړي او نه هم کومه سیاسي لوبه کوي. خو له بده مرغه ځینې کړۍ په دې وروستیو ۱۴ کلونو کې له دغو ورځو ناسمه ګټه اخلي. اوس د عاشورا په ورځ قومي، مذهبي او سیاسي نمایش وي. په ایراني پیسو تیار شوي بیرغونه، شعارونه، تصویرونه او نورې لیکنې پر دیوالونو، موټرونو او نورو ځایونو لګېدلي وي او په دغو ورځو کې پراخ لګښتونه هم کیږي. اصلي ستونزه یوازې دا هم نه ده چې په دغو ورځو کې ناسم کارونه کیږي، بلکې اصلي ستونزه دا ده چې ددغه حالت دوام موږ د نفاق، مذهبي شخړو او د افغانانو ترمنځ د فاصلي د پیدا کولو لور ته وړي. دښمنان له دغه حالته ګټه اخلي او وېره ده چې دغه ډول کارونه به مذهبي جګړو ته لاره پرانیزي. څو کاله وړاندې په همدې ورځو کې په کابل کې ستر او خونړی برید لا د چا هېر نه دی او که حالت همداسې وي، نو ددغه ډول نورو بریدونو د تکرار وېره شته. افغان دولت ته په کار ده چې د مذهبي او مقدسو ورځو د نمانځنې په پلمه د سیاسي، قومي او مذهبي نندارې مخه ونیسي، ځکه چې دغه چاره نه یوازې په همدې ورځو کې، بلکې په راتلونکي کې هم افغانستان او افغانانو ته درانه زیانونه اړوي. هر څوک، په ځانګړي ډول مسلمانان، هغه که د هر مذهب وي، د خپلو مراسمو د ترسره کولو حق لري، خو دا په دې معنی نه ده چې نورو خلکو ته ستونزې پیدا کړي او یا هم له دې ورځو ناوړه سیاسي ګټه واخلي

لوی افغانستان اونیزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *