تاند- د افغانستان صافي هوايي شرکت غواړي چې په راتلونکو درو کلونو کې خپل خدمات پراخ کړي او د نړۍ له تسرو الوتک جوړوونکو کمپنیو الوتکې رانیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، صافي هوايي شرکت غواړي چې له بوینګ او اییربس څخه الوتکې واخلي.

د صافي هوايي شرکت تجارتي ريیس نن /یکشنبه/ په دوبۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، کاروبار د غوړېدو په حال کې دی، د مسافر او تقاضا کوونکو شمېر ډېر دی او همدا مسله سبب شوې چې دوی د خپل هوايي شرکت پراختیا ته پام واړوي.

ده همداراز وویل:«موږ غواړو چې له اییربس او بوینګ سره خبرې وکړو، موږد یوه لوی پلان نیت لرو.»

صافي هوايي شرکت غواړي چې د ۱۰ او ۲۰ ترمنځ کوچنۍ یا متوسطې الوتکې رانیسي. دا الوتکې به له کابله تر هغو ښارونو پوري الوتنې کوي.

د نویو الوتکو له رانیولو وروسته به ایران، قزاقستان او کویت ته د صافي الوتنې پیل شي.

د افغاني هوايي شرکتونو اکثره الوتکې زړې دي او ځکه ډېر هیوادونه اجازه نه ورکوي چې هوايي ډګرونو ته یې ورشي.

سږ کال سعودي عربستان د افغانستان هوايي شرکتونه پرې نښودل چې افغان زیارت کوونکي د حج د مراسمو لپاره جدې ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *