لرګي ماتونکی
یوه ورځ یو قوي لرګی ماتونکی د کار لپاره یو لويٍ سوداګر ته ورغی ، سوداګر هغه د کار لپاره ونیو ،د ښه کار ښه اجوره یې ورته وټاکله او د کار ښه شرایط ورته برابر وو؛ نو په همدې اساس لرګي ماتونکي پرېکړه وکړه ،چې ښه کار وکړي، څو د کار د څښتن زړه خوشحاله کړې.
نوي مشر هغه ته یو تبر ورکړ او د کار ځای یې ورته وښود، په لومړۍ ورځ لرګي ماتونکي ۱۸ ونې پرې کړې، مشر یې ترې ډير خوښ شو او ترې یې وغوښتل، چې په همدې ډول خپل کار ته دوام ورکړي.
سوداګر ډیر حیران و، ګوري بله ورځ لرګي ماتونکي څومره ونې پرې کوي،خو بله ورځ صرف په دې وتوانید چې ۱۵ ونې پرې کړي، بله ورځ لرګي ماتونکي خپله هڅه نوره زیاته کړه ، خو صرف ۱۰ ونې یې پرې کړې.
بس نو هره ورځ به یې چې څومره ډير کوښښ او هڅه کوله هماغومره به یې کمې ونې پرې کولې.
لرګي ماتونکي له ځانه سره فکر وکړ، چې ګواکې ده خپل زور او قوت له لاسه ورکړی، نو لاړ خپل مشر او له هغې بخښنه وغوښته اووویل، نه پوهیږم چې څه خبره ده، چې ولې هره ورځ د ونو په پریکولو کې کمزوری کیږي؟
سوداګر په ځواب کې ورته وویل: په وروستي ځل چې دې کله تبر تېره کړ، یاد ته دې راځي چې څه وخت و؟
لرګي ماتونکي ځواب ورکړ، تېره کول ؟ ما خو د تبر دتېره کولو لپاره هېڅ وخت نه درلود، ځکه ډیر مصروف …
لرګي ماتونکی په فکر کې شو، په خپله نا پوهۍ او غلطۍ وپوهېده
د مور مينه هېڅکله نه مړاوې کيږي
یوه ډېره ارامه، روښانه خوږه او لمرینه ورځ وه، یوه فرښته پټه له جنته ځمکې ته راغله، او په دې پخوانۍ نړۍ یې پښه کېښوده، په ځنګل، ښار او کلیو وګرځيده، کله چې لمر د پریوتو په حال کې و، هغې خپل وزرونه پرانېستل او ویې ویل:
اوس زما لیدنه له نړۍ پای ته ورسیده، نو باید د روښنایۍ نړۍ ته ستنه شم. خو له تلو مخکې باید څو یادونه له ځانه سره یوسم . فرښتي یو ښکلي باغ ته وکتل او وې ویل، څومره ښایسته ګلان د ځمګې په سر شتون لري! بې سارې ګلان یې وشکول اویوه کیډې یې ترې جوړه کړه او لاځانه سره یې وویل: ما له دې ګلانو په دنیا کې زیات ښکلي څه و نه لیدل، دا ګلان به زه لاځانه سره جنت ته وړم . مګر، لږ مخکې یې پام شو، یو ماشوم یې ولید، چې په خپلو روښانه سترګو او ګلابي اننګیو مورته خاندې. فرښتې له ځانه سره وویل،
اه د کوچني دغه خندا د ګلونو له ګل دستي ډېر ښکلی وه، زه هغه هم له ځانه سره وړم.
نو بیا فرښتې د کوچني هغه زانګو ته وکتل هلته د مور مینې شتون درلود. فرښتې له ځانه سره وویل،
اه ! د مور مینه ترټولو غوره ډالۍ ده، چې ما د ځمکي په سر ولیده زه هغه هم له ځانه سره جنت ته وړم .
له درېیو با ارزښته او قیمتي توکو سره، فرښته په هوا شوه او د جنت د دروازو په لور یې پرواز کړ .
له جنت بهر یې مخ د جنت دروازو ته کړ او له ځانه سره یې وویل، مخکې له دې چې جنت ته ننوځم یو ځل باید راوړې ډالۍ وګورم .
ګلانوته یې ولیدل هغه مړاوې شوې وه ! د ماشوم خندا ته یې وکتل هغه هم له منځه تللی وه . صرف یو پاتی وه د مور مینې ته یې وکتل. د مور مینه لا هم هلته وه و د ټولو ښکلاګانوسره . فرښتې ګلونه او د کوچني ماشوم له منځه تللی خندا یې یوې خواته واچوله او د جنت د دروازو په طرف یې پرواز وکړ. ټول جنتیان یې راټول کړل او وې ویل ، ما په ځمکه کې داسې څه وموندل، چې خپله بې سارې ښکلا یې په ټوله لاره کې او تر جنته پورې وساتله .
………..
وړکۍ فرښته
د ډاکټر په کتنځی کې یو لوړ غږ راغی. ډاکټر وویل ، دروازه دې ماته کړه! راځه دننه، دروازه خلاصه شوه او یوې ۹ کلنې وړې نجلۍ په ډېر خپه انداز د ډاکټر خواته منډه کړه او ویې ویل:
ډاکټر صیب! مورمې! مورمې! په داسې حال کې چې ساه یې لنډه لنډه کېده زیاته کړه، زاري کوم درته له ما سره راشه، مور مې ډېره ناروغه ده . ډاکټر ورته وویل، مور دې باید دلته راولې، زه د چا کتنې ته کور ته نه ځم.
نجلۍ وویل، خو ډاکتر صیب زه نه شم کولای، که تاسې رانه شئ، هغه به مړه شي او له سترګو یې اوښکو لاره وکړه.
د ډاکټر زړه ورحمیدو او پرېکړه یې وکړه، چې له هغې سره لاړ شي ، نجلۍ ډاکټر د کور په طرف روان کړ ، چېرته چې یې ناروغه مور په تخت پرته وه. ډاکټر معاینه شروع کړه او دپېچکارې او ګولیو په وسیله یې د هغې تبه یو څه راکمه کړه او له سخت درد څخه یې وژغورله. هغه ټوله شپه د هغې سره پاتې شو، کله چې سهار په هغه کې درغېدو نښې ښکاره شوې، په ډېره سختۍ یې خپلې سترګې خلاصې کړې او د ډاکټر له مرستې یې مننه وکړه .
ډاکټر هغې ته وویل :
چې ته باید له خپلې لور څخه مننه وکړې ځکه که هغه نه وې نو تا به حتما خپل ژوند له لاسه ورکړی و!
مور یې په حیرانۍ سره وویل، زما لور خو درې کلنه وه، چې له دې نړۍ سترګې پټې کړې!
او د خپل خوب تخت نه پاس تصویرونو ته یې اشاره وکړه .
د ډاکټر پښې دعکسونو په لیدو سستۍ شوې .
دا هماغه نجلۍ وه ! یوه ښایسته او وړه فر ښته .