خبریالة عادل – سره له دې چې د هلمند والي وايي چې د باباجي په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې خو لا هم په دې سیمه کې، چې څه باندې يوه اونۍ وړاندې جګړه پیل شوې وه، ختمه شوې نه ده.
امنيتي ځواکونه د وسله والو د شاتګ خبرونه ورکوي خو په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده او د درنو او سپکو وسلو لوړ غږونه اورېدل کيږي.
همهاله د هلمند امنيه قومندانۍ وايي، د هلمند په ډېری سيمو کې يې د طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.
تېره ورځ د هلمند ولايتي شورا او مدني ټولنې ګډ استازي د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه.
د جګړې له سيمې د ګڼو خلکو د بې ځايه کېدو خبرې هم کيږي.
د هلمند د امنيه قومندانۍ وياند شاه محمود اشنا رسنيو ته ويلي چې دا مهال د هلمند باباجي، مالګير، لوی مانده، شاول، سيستاني او نهرسراج په يو شمېر سيمو کې د طالبانو په ضد د افغان امنيتي ځواکونو عمليات رواند ي.
نوموړی وايي، د هلمند په بېلابېلو سيمو کې يې طالبان له سختې ماتې سره مخ کړي دي.
نوموړی د دوی له لوري په تازه پيل شويو عملياتو کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او يو شمې نورو د ژوبلېدو خبر هم ورکوي.
بل پلو تر يوې اونۍ ډېره موده کېږي چې د لښکرګاه څلورمه امنيتي حوزه باباجي کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه يوې بلې ورځې ته هم وغځېده.
په دې جګړه کې له افغان امنيتي سرتېرو سره د ايساف ځواکونه هم مرسته کوي، خو د پرمختګ کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
طالبانو خپل لوري ته د اوښتو زيانونه په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.