کوفي عنان

دوه ویشتمه برخه

کوفي عنان  

درنو لوستونکو، هیله ده چي د سیاسي رهبرانو لړۍ په دې برخه کې دادې دا ځل د کوفي عنان د ژوند په اړه معلومات راټول کړي او تاسو یې لوستو ته رابولم.

کوفي عنان او دده جملۍ خور د (غنا) په کوماسي کې زیږیدلې، پلار یی هنر رجنالد انان او مور يي ویکټوریا نومېدله او پلار يي (لیور برادر ککاوی) کمپنۍ صادراتو مجرب مدیر ؤ، دده دواړه نیکه ګان او ماما (غنا) يې قومي مشران وه نو ځکه ويلی سو چي عنان په یوه اشرافي کورنۍ کې راپورته سوي.

عنان د ۱۹۵۴م څخه تر ۱۹۵۷م کالو پورې یو ابتداییه مدرسه تعقیب کړه او په هغه مدرسه کښې نوموړي دا زده کړل چي (هر ځای چي بدبختي او ځورول وي، د هغه ځای په خلکو پورې اړه لري). غنا لومړی برطانوی افریقایې صوبه وه چي په ۱۹۵۷م کال کې یې ازادي ترلاسه کړه او عنان هم په همدې کال کې متدیست څخه فارغ سو.

عنان د هغه نسل ځوانانو څخه ؤ چي د ازادۍ د لاسته راوړلو قربانیو شاهد دی او نوموړی په دې فکر ؤ چی هرڅه ممکن دي.

عنان د لا لوړو زده کړه ترلاسه کولو لپاره (کوماسي ساینس او تکنالوژي) پوهنتون کې په ۱۹۵۸م کال کې شمولیت واخیست ترڅو په اقتصاد کې سند ترلاسه کړي. د (فارډ) بنسټ په مالي مرسته نوموړي وکولای سول چي په اقتصادي برخه کې خپلی پاتې زده کړې هم په (ماکلاسټر) پوهنتون کې مخ ته یوسې.

تر دې وروسته عنان د سوئیس هیواد په ژنو ښار کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ۱۹۶۱-۱۹۶۲م کالو پورې نورې زده کړي هم وکړي. ورسته يې د ۱۹۷۱-۱۹۷۲م کالو پورې یی د مدیرت په برخه کې هم زده کړو ته دوام ورکړ.

کوفی عنان په اوایلو کې د (ام آی ټي) زده کړې کړي وي او نوموړي په انګلیسي، کرو، فرانسوي او نورو افریقایې ژبو باندی تسلط لري.

کوفي عنان د لودیځي افریقا غنا هیواد ډیپلومات ؤ، نوموړی د هغه ځای راټوکېدو څخه د ملګرو ملتونو عادي کارمندي څخه د یاد سازمان سرمنشي په توګه خدمت وکړ. نوموړی د ملګرو ملتونو د اووم سرمنشی په توګه د ۱۹۹۷-۲۰۰۶م کال پورې د دې سازمان سرمنشي ؤ.

عنان ته د ملګرو ملتونو د نوبل سولې نړیواله جایزه له دې امله ورکول سوه چي د سوله ایزي دنیا لپاره يی ښه تنظیم کړی ؤ په داسي حال کې چي نوموړي خپل د ماموریت په دوران کې د ملګرو ملتونو سازمان اصلاحاتو لپاره پراخ پروګرامونه په لاره اچولي وه او لومړیتوب یې ورکړی وو.

ملګرو ملتونو معمولاُ د پرمختیا پیاوړي کولو لپاره کار کاوه، د بشر حقوقو ساتلو، په مساوي والي باندی ټینګه عقیده، زغم، انساني درنښت هغه څه وه چي پواسطه یې عنان هڅه کول چي خلک ملګرو ملتونو ته رانژدي کړي او نوي همکاران جوړ او عامه اعتماد په یاد سازمان باندی ټینګ کړي.

دده د هڅو په پایله کې دوه نوي سازمانونه په داخل د سازمان کې ایجاد سول، هغه لکه د سولي جوړولو کمیسون او د بشري حقوق شورا په ۲۰۰۵م کال کې عنان د هغه نړیوالو مرستو په بنیاد کې هم مهم رول درلود کوم چي د ایډز، تبرکلوس او ملاریا مخنیو لپاره په کار اچول سوي وه. عنان په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا او ائیتلاف لخوا په عراق حمله او د ایران آتومي پروګرام سخت مخالف ؤ.

عنان چي کله په ۲۰۰۶م کال کې د ملګرو ملتونو څخه تقاعد سو نو بیرته خپل پلرني تاټوبي غنا ته ولاړ او هلته د یو شمیر افریقایانو او نړیوالو ادارو سره بوخت پاتې سو.

نور بیا…

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴ ;,tD ulhk,tD hkhk< ;,tD ukhk

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *