تاند- کابل ښار نن څه باندې دوه بجې زورورې زلزلې ولړاوه. لومړني راپورونه وايي چې د دې زلزلې شدت د ريښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې و.

د دې زلزلې ټکانونه په هند او پاکستان کې هم احساس شوي دي.

په پېښور، ډیره اسماعیل خان او ګڼو نورو سیمو کې هم د زلزلې سخت ټکان احساس شوی.

د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور پر اساس د دې زلزلې مرکز له کابله ۲۵۹ کیلومتره لېري د افغانستان په شمال ختیځ کې په مځکه کې ۲۰۰ کیلومتره ژرو و.

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ د جنوب لوېدیځ په ۴۵ کیلومترۍ کې و.

تراوسه پوري د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو دقیق راپور نشته خو په ځینو سیمو کې د مرک ژویلو خبرې کېږي. د یوه راپور پر اساس چې لا تایید شوی نه دی، ویل شوي چې د تالقان په یوه ښوونځي کې ۱۶ زده کوونکې مړې شوي دي. دا خبر خپلواکو سرچینو او چارواکو لا تایید کړی نه دی. ویل کېږي چې ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د کابل د قصبې لوړپوړې ودانۍ درز شوي دي. دا ودانۍ په وروستیو کې جوړې شوي دي. په غزني کې د اسلامي ثقافت په نوم دروازه نړېدلې ده.

د زلزلې ټکان له دې هم اندازه کولی شو چې پر لارو روان موټرونه مجبوره شوي چې ودرېږي ځکه چې بې کنټروله کېدل.

د پاکستان دي نیوز تلویزیون د دغه هیواد د زلزله پېزندنې د ادارې په قول ویلي چې د زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۸ اعشاریه ۵ و. هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد شمالي سیمې او پلازمېنه ډیلی یې هم لړزولي دي. پاکستان وايي چې تراوسه پوري یې د ۱۲ تنو مړي له کنډوالو راایستلي دي. دا کسان افغانستان ته څېرمه په قبایلي سیمو کې مړه شوي خو دوی وايي چې ممکن تلفات تر دې زیات وي. ایکسپریس نیوز تلویزیون وايي، دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه زلزله وه. تلویزیون وايي چې د زلزلې شدت ۸ اعشاریه ۱ و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *