تاند- په تخار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان کې د زلزلې له کبله د یوه ښوونځي ودانۍ نړېدلې، ۱۲ زده کوونکې پکې مړې شوي او ۳۰ نورې ژوبلې دي.
ویل شوي چې په ننګرهار کې لږترلږه ۶ تنه مړه شوي، په کونړ، تخار، ننګرهار او پنجشېر کې یې یو شمېر کورونه نړولي دي. د بدخشان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۳۰۰ کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي چې تر ټولو ډېر په کشم ولسوالۍ کې نړېدلي دي.
د نن ورځې زلزلې په لغمان کې ۳ تنه مړه کړي دي.
د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، له لومړنیو معلوماتو سره سم د لغمان د الینګار ولسوالۍ په رجعیې سیمه کې یوه ښځه، یو ماشوم او یوه ځوان په نننۍ زلزله کې مړه شوي او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
په لغمان کې دې زلزلې لږترلږه ۳۲ کورونه نړولي یا سخت زیانمن کړي دي.
د وروستي راپور له مخې په بغلان کې ۶۰ کورونه نړېدلي.
د افغانستان د اضطراز کمېټې بیړنۍ ناسته پیل کړې څو له مصیبت ځپلیو سره مرسته وکړي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو غونډه وربلله چې له زیانمن شویو کسانو سره د مرستې رسولو پر چارو غور وکړي.
له بلې خوا د پاکستان چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې لږترلږه ۲۹ تنه مړي له کنډوالو راایستل شوي خو وېره لري چې د تلفاتو شمېر به تر دې خورا زیات وي. دغه راز پاکستان ویلي چې زلزلې ۷۰ تنه ژوبل شوي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ د جنوب لوېدیځ په ۴۵ کیلومترۍ کې و.
نن د کابل په وخت څه باندې دوه بجې زورورې زلزلې د افغانستان د ډېرو سیمو ترڅنګ پاکستان، د هندوستان شمال، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولړزاوه. د دې زلزلې شدت د ريښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې و.
د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور پر اساس د دې زلزلې مرکز له کابله ۲۵۹ کیلومتره لېري د افغانستان په شمال ختیځ کې په مځکه کې ۲۰۰ کیلومتره ژرو و.
د کابل د قصبې لوړپوړې ودانۍ درز شوي دي. دا ودانۍ په وروستیو کې جوړې شوي دي.
د پاکستان دي نیوز تلویزیون د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د ادارې په قول ویلي چې د زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۸ اعشاریه ۵ و.
هند د مرستې وړاندیز وکړ
د هند صدراعظم نریندرا مودي په افغانستان او پاکستان کې له سختې زلزلې وروسته نن اعلان وکړ چې هند تیار دی چې دواړو هیوادونو ته مرسته ورکړي.
د افغانستان زلزله اذربایجان هم احساس کړې
اذربایجان وايي چې د افغانستان د نن ورځې زلزله په باکو کې هم احساس شوې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې دې زلزلې، چې د افغانستان، پاکستان او هندوستان په شمول یې د منځنۍ اسیا هیوادونه او حتي قفقاز لړزولی، لږترلږه ۶۳ تنه مړه کړي. د هغو په منځ کې ۴۲ تنه په پاکستان کې مړه شوي دي.