د نړۍ په ټولو ژبو کې کوښښ شوی چې د خپلو لیکوالانو او لویو ادبیانو خبرې په وړو کتابونو کې را ټولې کړي څو یې وګړي له مثبتو فکرونو او نظرونو ګټه واخلي، خو پښتو ژبه لکه په هر اړخ کې خواره ده دغه اړخ یې هم کمزوری دی، (سمندر په لپه کې) د حسیب الرحمن نورمل هڅه او نوښت دی، ښاغلي حسیب الرحمن نورمل په دغه کتاب کې د پښتو د ستر مفکر او د ادب د ډګر ستوري ارواښاد ګل پاچا الفت د فکرونو او نظریاتو کوچنی غورچاڼ راټول ، نورمل په دغه کتاب کې نامه ته یې ورته سمندر په لپه کې را اخیستی دی.

حسیب نورمل د الفت لویې خبرې په وړو جملو بدلې کړي دي نو کېدای شي لوی مضمونونه یې واړه کړي وي چې د یوې جلمې په لوستلو د ټول مضمون په موخه پوهېدلی شو، نورمل دا کتاب په ۸۰ مخونو کې چاپ کړی دی.

دا په پښتو ادب کې یو نوی ګام دی، تر ننه پورې چا داسې هڅه نه ده کړې چې د خپلې ژبې د پوه یا ادیب لویې خبرې په وړو او ګټورو جملو واړو، ما تر ننه د هوګو، سارتر، جبران خلیل جبران، سقراط، ارستو یا نورو پوهانو وړې جملې لیدلې او لوستلې وې خو په پښتو کې مې دا لومړی ځل دی چې له داسې یوه نوښت سره مخ کېږم.

د جیبي کتابونو چاپ څو ګټې لرې له یوې خوا یې بیه هومره لوړه نه ده له بلې خوا مینوال کولی شي په هر ځای هغه مطالعه کړي وړل راوړل یې هم آسانه دي، مینوال کولی شي دا کتاب په کابل کې له لمر چاپخونې او اکسوس کتاب پلورنځي تر لاسه کړي.

د دغې لړۍ د لا پراختیا په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *