د تحقيقي اثارواوتخليقي اثارود ارايې ژبې يوله بل سره توپېر لري، د څېړنې ژبه بېله اود هرڅېړونکي د ارايې طرز اوسبک بېل وي، د څېړنېزاثر او تخليقي اثرعنوانونه هم يودبل سره فرق لري.
اکثره منظوم او منثوراثار(تخلیقات)داسې سرليکونه اوعنوانونه لري، چې لفظي اومعنوي صنايع په کې کارېدلي وي.
د تخليقي اثارواکثره عنوانونه د محتوا سره چندان اړيکې نه لري او لوستونکى د اصلي موضوع د ليدلوپرته نه شي معلومولى چې اصلي موضوع به څه وي.
د تحقیقي اثرعنوان بايددقيق، مختصر، واضح، جذاب او په خپلې موضوع باندې پوره پوره دلالت وکړي.
د تحقيقي اثرعنوان بايدد موضوع سره معنايي رابطه ولري او د عنوان د لوستلو سره بايدلوستونکى دا معلومه کړي، چې د اثر اصلي موضوع د څه شي په اړه ده.
د پښتو نظم تاريخ (لومړۍ اودويمه دوره) د يوڅېړنېز اثر عنوان دى، چې د نظم پرتاريخ باندې د ١٣٩ هـ ق کال نه تر ١٢٥٠ هـ ق کال پورې بحث لري. عنوان يې په نسبي ډول د منځپانګې سره معنایي تړاولري، لکه څنګه چې د څېړنې موضوع بايدڅېړونکی په خپله خوښه غوره کړي، دغه شان د عنوان انتخاب هم د څېړونکيخوښه ده.
يو شمېر څېړونکي لوى عنوان د څېړنې لپاره زيان بولي، خو زما په نظر د عنوان ځينې دې اضافي اوتکراري کلمې حذف شي،نورکه عنوان د څېړنې اصولوپه پام کې نيولوسره لوى هم وي،کومه لويه ستونزه نه ده.
څېړونکى بايددعنوان په ټاکنه کې لوستونکى د موضوع باريکيوته متوجه کړي، لوستونکى دې ته لېواله کړي چې ليکنه له سره ترپايه ولولي، د تحقيقي اثرعنوان کې بايددڅېړنې دروح پوره انځور وليدل شي، بېځايه تکلف، تصنع، سجع اوزياته مبالغه په عنوان کې په کارنه ده.
عنوان باید د اصلي متن د پيل او پاى نقطه وټاکي او ټوله موضوع په عنوان کې انځورشي اوپه عنوان کې ټوله موضوع ښکاره شي.
يوعالم د عنوان په هکله وايي: (د عنوان مثال داسې دى لکه يو تجار چې وغواړيخپل تجارت ځاى خلکوته په واضحه توګه وښيي، هغه د عام سړک پرسريوه لوحه لګوي او ورباندې دخپل تجارت ځاى نوم اونور اوصاف ليکي، د لوحې په اخره کې د خپل تجارت په طرف غشى ورکوي ترڅوبې تکليفه خلک دې تجارت ځاى ته ورسېږي.
د عنوان مثال هم همداسې دى، د څېړنېزې موضوع عنوان بايد رسا، ساده او واضحه وي او بې له ژورفکراوسوچ څخه د عنوان د لوستلوسره سم په دې پوه شي، چې تحقيقي موضوع د څه شي په هکله ليکل شوې ده. ياعنوان د ښکاري د ښکار د غشې په شان دى، د ښکار په غشي باندې يو معلوم هدف ويشتل کېږي، دارنګه په عنوان باندې هم يوه معلومه موضوع څېړل کېږي او د موضوع هينداره اوانځوربايدپه عنوان کې موجود وي.
خوکه غشى يوطرف او هدف بل طرف وي، نو د مطلوب هدف ويشتل به ګران او ناممکن شي، همدارنګه که عنوان يوشى او موضوع بل شى وي، نومطلوب هدف ته رسېدل ګران او ناممکن کار دى.) (۱۲: ۳۶ـ ۳۷مخونه)
د منځپانګې اومعنا له مخې د يوڅېړنېز اثرعنوان بايدپورته خصوصيات ولري، خودپورته ځانګړنوسربېره د يو ښه عنوان ځانګړنې په لاندې ډول دي:
١. عنوان بايد نوى او له ابتکاره ډک وي، څېړونکى بايدکوښښ وکړي، چې داسې عنوان د خپلې موضوع لپاره انتخاب کړي، چې مخکې په همدې عنوان څېړنه شوې نه وي اوکه په يو عنوان څوليکوالوڅېړنې کړي وي، نوضروري خبره داده، چې هره څېړنه له بلې سره د تحقيق په برخه کې توپېر ولري او څېړونکى بايد کوښښ وکړي، چې د نوروڅېړونکيو تېروتنې پيدا او اصلاح کړي او په يونوي څېړنېز ډول او ميتودخپل کار پيل اوپاى ته ورسوي.
په پښتوادبياتوکې څوادب تاريخونه ليکل شوي دي، ياپه پښتوکېڅو خوشحال پېژندنې ليکل شوي دي، چې ځینوڅېړونکيوخپلې څېړنې په ابتکاري ډول پيل او پاى ته رسولې دي او ځينې يې په کې پاتې راغلي دي.
٢. عنوان بايددقيق اوواضحه وي، د څېړنېز اثرعنوان بايدواضحه، دقیق، روان، مختصر او جزاب وي.
هېڅ ډول لفظي اومعنوي صنايع په کې نه وي راغلي. تشبيهات، استعارات، کنايات، تخيل او عاطفه د تحقيقي اثارودسرليکونولپاره مناسب نه دي.
د څېړنې عنوان بايد تر ممکن اندازې پورې مختصر او د محتوا څرنګوالى وښيي، د تېزس او ډيزرټيشن په برخه کې له زيات لنډيز اويا سمبوليک ادبي نورمونوڅخه کار اخيستل د منلو وړ نه دي.
عنوان بايدډېرلوى نه وي، چې زيات بې ځايه کلمات په کې راغلي وي، اونه ډېرکوچنى وي، چې د محتواسره اړيکه ونه لري اويا يې د منځپانګې سره پوره ارتباط نه وي.
په داستاني ژانرونوکې ډېرځله د داستان لپاره داسې عنوان ټاکل کېږي، چې دهغې له لوستلوڅخه څوک د محتواپه باره کې هېڅ هدس نه شي وهلى، د مثال په توګه څوک څه پوهېږي چې (ژيړه کوټه) د يوجنايي داستان نوم دى، د څېړنې عنوان بايد تر زياتې اندازې د قيق او واضحه وي. (۶: ۹مخ)
٣. د څېړنې عنوان بايدزړه راښکونکى وي، د عنوان لوستونکى او لېدونکى بايد د تحقيقي موضوع سره دلچسپې پيدا کړي.
٤. د څېړنې په عنوان کې بايد د تخصص کليدلي او اصلي لغات موجودوي، ترڅو چې د عنوان په لوستلو منځپانګه انځور شي.
٥. په تحقیقي موضوع کې عنوان بایدد منځپانګې سره نېغ په نېغه معنايي اړيکه ولري، په څېړنېزو اثاروکې عنوان بايد موضوع او موضوع بايد عنوان تعريف کړي.
عنوان بایدنه ډېرلوى اونه ډېرکوچنى وي، که چېرې د يوې موضوع عنوان ډېر لوى وي او د اختصار او وړوکي والي امکان يې نه وي، نوپه دې صورت کې عنوان په دوو برخو تقسيموو، د عنوان عامه او مهمه برخه اود عنوان فرعي او کوچنۍ برخه.
په ځينواثاروکې راغلي دي، چې عنوان بايد ١٠-١٢ کلموزيات نه وي، خو زماپه پوهه که عنوان لوى وي، خوبې ځايه کلمات په کې نه وي راغلي او د محتواسره اړيکه ولري هېڅ ستونزه نشته.
د يوڅېړنېز اثرعنوان بايدپورته خصوصيات ولري او د ښه عنوان ټاکلو لپاره پورتنۍ خبرې ضروري دي.