وایې چې لاړ شې تر بلخه
در سره به وي خپله برخه
د افغانستان مهاجر چې د اروپا په نیت رادرومي، له ټولو ستړیو، ستومانیو او مرګ ګواښونو وروسته که راتیر شول او د اروپا (غربې اروپا) پر ځمکه یې منډ کیښود، نو په اروپايي هیوادونو کې یې د منلو بخت د جرمنې راډیو تلویزیون د ارزونې پر بنسټ څلویښت سلنه دي.
دا په دې مانا چې هر افغان چې وکړلی شي ثبوت کړي چې ژوند ته یې په ټول افغانستان کې ګواښ دی او په ثبوت یې ورسوي نو بیا د منلو شرایط یې بشپړ کیږي او منل کیږي.
خو،
زمونږه ګڼ شمیر هیوادوال پرته له دغه غوره رادرومي او د ستومانیو او ګواښونو سربیره خپله شتمني هم خاورې کوي او له لنډ چکره وروسته بیرته د کابل په هوايي ډګر سپارل کیږي.
نو،
له راتګ دمخه یو ځل غور وکړئ او خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ، که په شرایطو برابر یاست نو بیا هم یو څه امکانات شته چې قبول شئ خو دا هم د بخت ازموینه ده، چې کله ملتيا کوي او کله هم نسکوره شي.