تاند- یو شمېر سیاسي مشرانو، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې ډېر امتیازونه لرل، پرون /سې شنبه/ غونډه وکړه او د اوسني حکومت پر کارونو یې نیوکه وکړه.

په خبرپاڼه کې، چې د سیاسي او جهادي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو د مشرانو اعلامیه بلل شوې، راغلي چې دوی د هیواد پر روانو امنیتي او سیاسي حالاتو او وروستۍ زلزلې غور وکړ او د وسله والو ځواکونو د زړه ورتیاوو د ستاینې په ترڅ کې یې په یادو برخو کې د حکومت پر نیمګړتیاوو نیوکه وکړه.

په اعلامیه کې د دغو شخصیتونو نومونه نه دي یاد شوي خو له اعلامیې سره یوځای په استول شوي عکس کې عبدالرب رسول سیاف، بسم الله محمدي، یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی، د مشرانو جرګې ريیس مسلمیار، انوارالحق احدي، د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک، د کانونو پخوانی وزیر وحید الله شهراني او د کرزي د حکومت یو شمېر نور چارواکي لیدل کېږي چې په وروستیو کې یې د اوسني حکومت پر ضد پراخ تبلیغات پیل کړي او یو نیم وخت د لویې جرګې د رابللو او د نوي حکومت د جوړولو خبرې کوي.

سره له دې چې اعلامیه د کومې شورا له لوري نه ده خپره شوې او نه هم په اعلامیه کې د کومې نوې شورا د جوړېدو یادونه شوې خو ویل شوي چې پرېکړه یې کړې چې د شورا د انکشاف او پراختیا لپاره کاري کمیسیون ګومارل شوی، او دغه راز د شورا لپاره د کاري پروګرام د تدوین او د منشي د ټاکلو د پرېکړې یادونه شوې ده.

9 thoughts on “د کرزي د دورې چارواکو د اوسني حکومت پر اقداماتو نیوکه وکړه”
  1. These all are opportunists and one positive move of the current government is to let the strayed guys including the former governors be kept at bay. Today’s plight of the country political, governance and security are the attributes of the these opportunists.

  2. سلامونه اونيكي هيلي تولو دوستانوته وراندي كوم… زه دا پوشتنه به دوي نه كوم چي دوي دا خپل حكومت داري په دوره كي افغانستان او دي افغانستان ولس ته سه خدمت كري چي دوي په اوسني دولت نيوكه كوي … په درناوي فيروز خان وزيري

  3. البته دخپلی ۱۴ کلنی دوری حکومت کولوحساب به لمړی ملت ته ورکوی اوبیا به داعتراض کولو حق ځانته ورکوی خوښه به داوی چی پخپله دخپل ځان سره دخپلو کړنو محاسبه وکړی .

  4. تاسو خو دا وطن ګلې ګلزار کړی چې اوس په دې دولت نیوکې کوئ. پدې کې شک نشته چې د ع او غ دوه سری دولت ډیرې نیمګړتیاوې لري او په ډيرو حتی په ټولو کارونو کې پاتې راغلی او هسې د خدای په قدرتونو روان دی، خو تاسو پرې د نیوکو حق نلرئ. ځکه داماته کیشتۍ او دا هر څه ستاسو د غلطو او نامشروع خواهشاتو، جهالت او خودخواهۍ په نتیجه کې منځ ته راغلي. د ټولې نړۍ خلک د پيسو سره راغلل ددې پر ځای چې د خپل هیواد د ابادۍ غم مو خوړلی وی او هیواد مو د ګاونډيانو سیال کړی وی خپله مو ورته سترګۍ شوې او پدې نه پوهیدئ چې پدې پيسو څه وکړئ. کله به ستاسو جهنمي نفسونه مړیږي؟ کله به ددې کړیدلي، زوریدلي، بیچاره او درپه درملت د ګریوانونو څخه لاس اخلئ؟ که د خدای نه ویره نه لرئ او زه باور لرم چې مسلمانان خو نه یاست نو د خپل ضمیر نه خو وویریږئ. افغانستان مو د پردو د جنګ میدان کړ، لږ خو د ګاونډيو او نړیوالو نه شرم وکړئ، لږخو خپل تاریخ ولولئ، زه نه پوهیږم چې کله او څنګه به تاسو کې غیرت راځي؟ الله تعالی دې درته د نیکۍ هدایت وکړي. (اوزې د پسه پورې خندل چې شايې ښکاره شوه مګر ځان ته یې پام نه و چې شا یې پټيږي نه)

  5. مخکى له دى چى په بل نىوکه ونىسى يول ځل خپل ګريوانه کى وګورى ستاسى په 14 کلنه دوره کى مو کوم خيانت نده کړى همدغه جاييدادونه چى اوس مو خيټي پي اچولى دا دى ملت حق نده او که د ملت حق وى بياولى په بل نيوکى نسى دى کونډى ىتم په وينو مو بلډنګونه جوړ کوو الله مو تباه که

  6. که هرڅه سړي ځان ټينگ کړي چي څه به نه ليکم خوددغه قسم قسم څهرو ليدل او دبعضي دوستانو ليکني سړي دي ته مجبوره وي چي چپه خوله گناه وبولي. که سړي پخوانيو څورلسو کلونو ته وگوري اويوه يوه ورځ يويوساعت ددي بيچاره هيواد اواولس ور په زړه کړي اوبياددي خواخوږووعکسونو ته نظرواچوي زه اطمنان لرم چي ټولي پښتني به يي جواب سوي وي. زما مشوره ودغو خواخوږو دوستانو ته داده چي ترهرڅه دمخه داڅو ټکي په نظر کي ونيسي انشاآلله چي خالق (ج) به مو صحت نصيب کړي .(اول ­)خپل گريوانو ته سرونه کښته کړي اووگوري چي څوک واست اوڅوک ياست (دوهم) جيبونه او بانکونه مووگوري چي څو پکي وي اوڅو پکي دي (دريم) په تاسوکي داسي خلگ ناست دي چي کم تر کمه يي څو وژلي دي شمير به ستاسو سره نه وي خو دخالق(ج) سره د محاسبي کتاب سته که ته ايمان نه په لري خو موږ يي په لرو.(څلرم) کرزي صاحب ته زماسلامونه ووايه اوورته ووايه چي لطفآ دي خپلي بيانيي يو څل بياواوره اوداوسنيوجنجالو حل پکښي پيداکړه ځاي اووخت کم دي اودافغانستان خلگ ړانده نه دي. .­ .

  7. زه د ټولو دوستانو ليكنو ته په احترام نه غوا ړم څه أظافه كړم صرف دغي انځور ته زير شي او و ګوري چه كوم أشخاصو په دي ګډ ون ك ړي أودّ خه د پاره ايا دخدمت او يا د پخواني خيانتو دادامي په خاطر .
    زه دمحدودو أشخاصو خيانتو ته اشاره كوم
    /ددفاع دوزارت پخواني وزير عبد الرحيم ورد ګ صاحب چه دوسيه ءي او خيانتونه ءي واضح په وزارت دفاع كي پرستي دي.
    ٢/دوزارت دفاع دوهم وزير بسم الله خان دوسيه ءي او اختلاصونه او جعلي سلاحوو خريداري دوسيه.او دتولو دقراداد دوسيه او ميلونونو دالرو اختلاص .
    ٣ داستاد سياف اعمال او غاصب ګيري ضرور نه ده چه تشريحات ور كړم ټول شه پوهيږي چه غوا توره او شدي سپيني دي .
    مسلم يأر د ننګرهار چور او چپا ول ګراو او سياف معاون دترور او دهشت افګني په كاروكي ٤//
    ٥/
    دوزارت داخلي پخواني وزير داود زي دايران ا ګنت او استخدام شوي با اعتماده چهره .
    ٦/نور دكرزي شا ګردان او دده ټيم او ګرو پ خو تاسي پيژني حاجت دتشريح نه شته .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *