د ذهنونو د اغوا کولو په لړ کې د واشنګټن پوست وروستۍ خپره شوې سروې وایي، ۶۷ سلنه امریکایان باوري شوي، چې افغان جګړه بې ارزښته ده.

خبره د افغان جګړې د ارزښت او بې ارزښتۍ نده، بلکې د فشارونو له ډلې وروستۍ دا هم ښکاري امنیتي تړون ته د یو ګام ورنېږدې کېدو هیله وي. هغه امنیتي تړون چې د امریکا او افغانستان ترمنځ په یوې جنجالي موضوع اوښتی.

د خبر د دقیق والي لپاره د سروې په یوه برخه کې ویل شوي، چې په ۲۰۰۷ کال کې په ورته ډول د عراق له جګړې سره د مخالفو امریکایانو شمېر هم ۶۶ سلنې ته رسېده.

پوښتنه داده، چې امریکایانو بیا څه وکړل؟ که د سروې د جزیاتو په اساس له عراقه وتي وي، نو دا خو یې لویه تېروتنه کړې او که له ایران سره د معاملې په اساس وتي وي، نو د ننني برخلیک ټول مسوولیت یې د همدوی پرغاړه کېږي.

په ورته ډول امریکایان داسې اوازې خپروي، چې ګني د ټولې افغان جګړې مسوولیت دوی پورته کوي او که دوی ونه غواړي، نو افغانستان پرېښودلی شي، چې وروسته څه پېښېږي په دوی نه!

د افغان جګړې اهمیت، ګټه او تاوان ټول یوازې افغان لوري ته ندی چې امریکا هڅه کوي پدې ډول سروګانو احسان بار کړي، بلکې ددې جګړې ان ټوله رهبري د دوی په لاس کې ده، چې داسې ده، نو بیا د وروسته کېدو، پاتې کېدو او وتو موضوع یوازې له تېر اېستنې بله معنی نه لري.

افغان جګړه پخپله د امریکا له خوا د تروریزم د له منځه وړو په شعار پیل شوه، هغه ترورېزم چې امریکا وېره لري که په افغانستان کې ختم نشي سپینه ماڼۍ هم ترې په ارام نشي پاتې کېدای.

چې داسې ده، نو بیا باید امریکا د افغانستان ډېر ممنون واؤسي، چې ددې جګړې لپاره یې میدان هم ورته برابر کړی او د جګړې سوخت یې هم افغانان دي.

له کله چې د امنیتي تړون د لاسلیک موضوع راپورته شوې د ګڼو تهدیدونو، ګواښونو او خطرونو اخطارونه اورېدل کېږي، پدغو اخطارونو کې د افغانستان رقیب پاکستان ته په افغانستان کې د ناټو د پاتي شونو تسلیمول، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ټولو ځواکونو اېستل، د درنو وسلو ګرځول او ګڼ نور تهدیدونه شامل دي.

د امنیتي تړون پرسر وروستي فشارونه او غوښتنې دادي چې دا تړون باید تر اکتوبر پورې لاسلیک شي، ښکاری امریکا د افغان حکومت هغو غوښتنو ته هم غاړه اېښې، چې د قطر دفتر پرسر راپورته شوې.

امریکا چې د لوبې سرلاری دی د قطر دفتر په واسطه یې په افغانستان کې د طالبانو موضوع پخپله خوښه راټولول غوښتل، خو په مقابل کې د افغان حکومت ناړامي له امریکا دا چانس هم واخست.

پدې پېښو پسې وروسته پاکستان ته د امریکایي چارواکو سفرونه ددې لپاره ول، څو امریکا یو ځل بیا د قطر موضوع د پاکستان په واسطه روانه کړي.

کابل ته د سرتاج عزیز د سفر یوه څنډه هم د همدغې موضوع په اړه. ښاغلي سرتاج عزیز په ښکاره رسنیو ته وویل، چې طالبان یې خبره اوري، خو په واک کې یې نه دي.

په نیم شرطي ډول ددې خبرې هدف همدا و، چې که امریکا دا ماموریت هم ور وسپاري بوج یې پورته کولی شي.

د امنیتي تړون لپاره تر دې لارو چارو وروسته امریکا خپل پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد هم وسکونډه، هغه هم له افغان رسنیو سره زر تر زره ددې تړون لاسلیک کېدل مهم وبلل.

اوس په نوې سروې کې د افغان جګړې د ارزښت موضوع راپورته کېدل هم له دې ماجرا سره بې اړیکي نشي بلل کېدای. آیا امریکا د افغان جګړې په ارزښت له سره نه پوهېده؟ آیا د امریکا اوږدمهالی پلان دومره کمزوری دی، چې د روانې جګړې د اوږدېدو او تم کېدو لپاره به هېڅ تیاری ونه لري؟

موږ خو سل ځله د بي پلان کلمه اورو. امریکا له سره د جګړې لپاره د اې، بي او سي پلانونه لري. که جګړه بریالۍ شي ګویا د اې پلان یې بریالی شو، که بریالۍ نشي باید بي پلان عملي کړي او که بیخي ونشي د سي پلان خو شته، چې په اساس یې باید افغانستان تجزیه شي.

جنوبي ولایتونه به طالبانو ته ورکول کېږي، شمالي ولایتونه خو له سره له شمالي ټلوالې سره ول او مرکزي ولایتونه به په نوم اوسني حکومت ته پاتې وي.

دا ټول ښیي، چې امریکا د افغان جګړې په ارزښت له سره پوهېده او اوس هم پوهېږي، خو وروستۍ سروې د فشارونو له ډلې یو یې راتللی شي.

چې په سروې کې یوازې د اته ویشت سلنې کسانو یوازینۍ اعتبار دروند تلل کېږي، نو دا پخپله د معاملې لپاره د جوړجاړي یو زیګنال دی.

امریکا ته د روانې جګړې له پیله تر اوسه د ۲۱۰۰ عسکرو د وژل کېدو موضوع مهمه ده، خو دا غاړه د زرګونو عامو افغانانو وژل کېدل هم باید بابیز ونه ګڼل شي.

که امریکا د ټکس ورکوونکو رایو ته دومره ارزښت ورکوي، نو د یو ملت په توګه د افغانانو رایه هم بې ارزښته نده.

همدې امریکا افغانستان د ګاونډیانو په دښمنۍ اړولی او اوس که په دې دښمنۍ کې افغانستان یو طرفه پرېښودل کېږي، نو ددې موضوع تفسیر له دې پرته نور هېڅ ندی، چې دا ټول څه له پیله د یو پلان په اساس وشول او زمینه سازي یې امریکا کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *