تاند- د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور جان مکین وايي، په افغانستان کې د امن او ثبات په راوستلو او له ترهګرو څخه د دغه هیواد په ساتلو کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما پالیسۍ ناکامه شوي دي.

ده وویل چې همدا علت دی چې د افغانستان حکومت اوس له روسیې څخه پوځي مرسته غواړي.

د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې دغه غړي همداراز وویل، د افغانستان حکومت له دې کبله چې اوباما په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو دخالت محدود کړی، روسیې ته مراجعه کړې ده.

افغان چارواکو ویلي چې د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره یې له روسیې څخه د جنګي څرخکو او درنو وسلو په شمول د پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم تېره میاشت مسکو ته لاړ او روانه اوونۍ په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانڅکي تایید کړه چې مسکو د وسلو په اړه د افغانستان د غوښتنو پر لیست غور کوي.

تېره اوونۍ اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ویلي و چې د افغانستان حکومت د تروریزم پر ضد د جګړې لپاره د روسیې د مرستو هرکلی کوي.

په وروستیو کې روسي چارواکو بیا بیا په افغانستان کې د داعش د نفوذ پر زیاتېدا اندېښنه ښکاره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *